Asset 1SWN

خوست کې چاودنې دوه کسان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي

۱۶۵

د خوست امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په اړوند سیمه کې د یوه ملا امام په کور کې دننه د چاودنې له کبله دوه نجونې وژل شوي او دوه نور ماشومان ټپیان شوي دي.

پېښه نن سهار سه‌شنبه د غويي ۲۶مه د یاد ولایت د اسماعیل‌خېلو مندوزیو ولسوالي په بهرام‌خېلو کلي کې رامنځته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د خوست د امنیې قومنداني مطبوعاتي واند مستغفر ګربز سلام‌وطندار ته ویلي چې تراوسه د چاودنې څرنګوالی نه دی معلوم او دوی یې په اړه پلټنې پیل کړي دي.

د نوموړي په وینا، یاده پېښه د «ملا امام مفتي فاروق» په کور کې رامنځته شوې چې پر مهال د نوموړي دوه کوچنۍ لورګانې وژل شوي او دوه نور ماشومان یې ټپیان دي. په چاودنه کې مفتي فاروق ته زیان نه دی رسېدلی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د خوست د امنیې قومنداني مطبوعاتي ویاند همداراز زیاته کړې چې امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او د چاودنې په تړاو یې خپلې څېړنې پیل کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام