د لوګر کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې د تېرې اوونۍ راهیسې په مرکز پلعلم او یوشمېر لروپرتو ولسوالیو کې د پرلهپسې اورښتونو او سېلابونو له امله شاوخوا ۱۳۰۰جریبه کرنیز فصلونه لهمنځه تللي دي.
د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالبصیر شاهد سلاموطندار ته وویل، وروستیو اورښتونو په مرکز پلعلم، خروار، برهکي برک، محمداغې او ازرې ولسوالیو کې بزګرانو ته درانه زیانونه اړولي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
شاهد زیاته کړه، د اورښتونو له امله شاوخوا ۱۳سوه جریبه کرنیز فصلونه چې په ډېری ځمکه یې غنم، پياز، کچالو او هوږه کرل شوې وه، لهمنځه تللي دي.
د نوموړي په وینا، اورښتونو له امله شاوخوا سل لوي او واړه څاروي هم لهمنځه تللي دي.
بلخوا د لوګر د والي ویاند صدیقاحمد صدیقي سلاموطندار ته وویل، د دغه ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د وروستي راپور له مخې، د سېلابونو له امله شاوخوا ۸ کسان مړه شوي، پنځه ټپيان او لسګونه د هستوګنې کورونه نړېدلي دي.
نوموړي زیاته کړه، ولایتي اداره هڅه کوي چې د یوشمېر کورنیو او نړیوالو موسسو پرمټ د وروستیو اورښتونو له امله له زیانمنو شویو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وکړي.
باید وویل شي چې د اورښتونو له امله د هېواد په مرکزي، سوېلي او شمالي ولایتونو کې هم خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.