Asset 1SWN

فاریاب کې چاودنه؛ مسوولان: مرګ‌ژوبله نه‌لري

cfff9f28-4ac8-4c29-88ae-c12215455289

د فاریاب محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت مرکز میمنې ښار اړوند د «امام ابو حنیفه» جومات مخې ته شوې چاودنه مر‌ګ‌ژوبله نه‌لري.

د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شمس‌الله محمدي سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه نن غرمه مهال د میمنې ښار د درېیمې حوزې اړوند امام ابو حنیفه جومات دروازې مخې ته رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، چاودنه په یوه موټرسایکل کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله شوې ده.

د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس همداراز وویل چې دغه چاودنه د مخربو کړیو کار دی او موخه یې د خلکو ترمنځ اندېښنې رامنځته کول دي.

بل‌خوا بیا یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي چې چاودنه کې د اسلامي امارت د درېوو سرتېرو په ګډون شپږ کسان ټپیان شوي دي.

تراوسه د دې چاودنې مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې څو ورځې وړاندې په کابل کې هم د یوې چسپکي ماین د چاودنې له امله دوه کسان ټپیان شوي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام