د ملي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم په فاریاب کې له خپلو پلویانو سره په ټیلیفوني خبرو کې هغوی ته لارښوونه کړې چې د دغه ولایت نوی والي محمد داوود لغمانی پر ټنډه وولي. هغه خپلو پلویانو ته ویلي، څومره وسلې چې لري، را ودې باسي او د هر ډول وضعیت لپاره دې چمتووالی ولري.

په همدې حال کې د فاریاب د ولایتي او امنیتي مسوولانو نن د دغه ولایت نوی والي محمداوود لغمانی په مرکز میمنې ښار کې د ۲۰۹ شاهین قول‌اردو د لومړۍ لوا په ودانۍ کې معرفي کړ. د فاریاب د ولایت مقام له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې په یادو مراسمو کې د دغه ولایت د ولایتي شورا رییس طاهر رحماني، امنیه قوماندان غیب‌الله سادات، د ۲۰۹ شاهین قول‌اردو د لومړۍ لوا قوماندان ویس علمدار او د فاریاب د ملي امنیت رییس ګډون کړی و.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سیمه‌ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې ویاندې نرګس مومند پر ټویټر لیکلي چې محمد داوود لغمانی نن د دغې ادارې د ښاروالیو مرستیال صبغت‌الله غزنوي له لوري په ځانګړو مراسمو کې چې د فاریاب نظامي او ملکي چارواکو او د ولایتي شورا رییس برخه اخیستې وه، معرفي او کار يې پیل کړ.

یوشمېر معترضانو بیا د فاریاب د ولایت مقام په انګړ کې خیمه وهلې او د ولایت دروازه یې هم تړلې ده. ویل کېږي چې د ولایت مقام ته ټولې تللې لارې یې هم تړلې دي.

معترضانو چې ډېری یې د جنبش ګوند د مشر عبدالرشید دوستم پلویان دي، د فاریاب د والي په توګه د محمد داوود لغماني د معرفي کېدو مخالفت کړی دی. معترضان وايي چې نوی ټاکل شوی والي د فاریاب له جغرافیې سره بلد نه دی او نه شي کولای د دغه ولایت د امنیتي وضعیت په ښه کېدو کې مرسته وکړي.

د سیمه‌ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د غويي میاشتې په درېیمه اعلان وکړ چې محمد داوود لغمانی د دغې ادارې په وړاندیز او د ولسمشر په منظوري د فاریاب نوی والي ټاکل شوی، خو دا پرېکړه د دوستم او د یاد ولایت د خلکو له غبرګون سره مخ شوه.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام