Asset 1SWN

رییسي بایډن ته: ایران ۴۳ کاله مخکې ازاد شو او امریکا ته به سر ټیټ نه کړي

ابراهیم-رئیسی-px7p36ymggfg3yy04ijf9upt9zxocz4jkmxrwkksy0

د ایران ولسمشر سیدابراهیم رییس د امریکا د ولسمشر جو بایډن د ایران د ازادېدو په اړه خبرو پر وړاندې غبرګون ښودلی دی.

هغه نن جمعه په دغه هېواد کې د زده‌کوونکي ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي چې ایران ۴۳ کاله مخکې ازاد شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي جو بایډن ته په خطاب کې ویلي: «ایران ۴۳ کاله مخکې ازاد شو او ژمن دی چې امریکا ته سر ټیټ نه کړي او موږ به هېڅکله شیدې ورکوونکې غوا ونه ګرځو.»

د امریکا ولسمشر جو بایډن د پنجشنبې ورځې په یوه ټاکنیزه غونډه کې د خبرو پر مهال چې ایراني معترضانو په‌کې ګډون کړی و، ویلي و چې ایران به ازادوي. هغه زیاته کړې وه چې ایراني معترضان به خپله دغه هېواد ازادوي.

د ایران ولسمشر ویلي چې هېواد یې د امریکا له ګواښونو او بندیزونو نه وېرېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه پر امریکا تور لګولی چې ایران کې یې د پرمختګ بهیر له خنډ او ځنډ سره مخ کړی او دغه هېواد یې څنډې ته کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام