Asset 1SWN

بایډن معترضو ایرانیانو ته: اندېښنه مه کوئ، ایران به ازادوو

Joe-Biden-2022-px7norw9vdercy6hj7yu12qq6yfwhfyuz37679c0p4

د امریکا ولسمشر جو بایډن ایران کې د حکومت پر وړاندې د اعتراضونو په دوام ویلي چې ایران ازادېږي.

بایډن دا خبرې د پنجشنبې ورځ د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې یوې ټاکنیزې غونډې ته د وینا پر مهال کړې دي. ګڼ‌شمېر معترضو ایرانیانو هم په دې غونډه کې ګډون کړی و.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

جو بایډن ویلي: «اندېښنه مه کوئ، ایران به ازادوو. هغوی [معترضان] به خپله ایران ازاد کړي.»

د امریکا ولسمشر که څه هم په ښکاره د ایران د ازادېدو په اړه خوشبیني ښودلې، خو نه‌دي یې ویلي چې د دغه هېواد د حکومت پر وړاندې به کوم اقدامات وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سپینې ماڼۍ او د امریکا د ملي امنیت شورا تر اوسه په رسمي ډول د جو بایډن د خبرو په اړه څه نه‌دي ویلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام