واک ته د اسلامي امارت بیارسېدو سره هم‌مهاله ګڼ‌شمېر افغانانو هېواد کې د نامعلوم برخلیک، اقتصادي او نورو ستونزو له کبله ایران او پاکستان ته مخه کړه.

د افغانستان په ګاونډ پاکستان کې یو‌شمېر افغان پناه غوښتونکي شکایت کوي چې دغه هېواد د پناه غوښتونکيو وضعیت ته پام نه کوي او ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه هېواد کې ځینو  افغان پناه غوښتونکيو سلام‌وطندار ته ویلي چې پاکستان کې اقتصادي، د ویزې، ځای او نورو ستونزو دوی پوزې ته راوستي دي.

پاکستان کې افغان پناه غوښتونکی سمېع‌الرحمن رحماني سلام‌وطندار ته وویل: «په ټوله کې ویلی شو چې په اسلام‌اباد کې افغان پناه غوښتونکي په ډېر نازک او په بد حالت کې شپې او ورځې تېروي، د دې ترڅنګ موږ یو‌شمېر افغان پناه غوښتونکي لیدلي چې یوه پارک کې یې خېمې وهلي او شمېر یې نږدې زرو کسانو ته رسېږي.»

بل‌خوا پاکستان کې یو‌شمېر افغان پناه غوښتونکي وايي چې د هرې ورځې په تېرو سره دغه هېواد کې د پناه غوښتونکيو وضعیت د خرابېدو پر لور روان دی.

پاکستان کې افغان پناه غوښتونکی او خبریال ظاهر څراغ وايي چې درېیم هېواد د دوی د لېږد بهیر په سمه توګه پرمخ نه وړي او په وینا یې، هیله لري چې دغه بهیر چټک شي. څراغ زیاتوي چې پاکستان کې د افغان پناه غوښتونکيو د ویزو نېټې پای ته رسېدلي او وخت ناوخت د پولیس له لوري زورول کېږي.

بل‌خوا د افغانستان بل ګاونډ ایران کې هم یو‌شمېر افغان پناه غوښتونکي شکایت کوي چې په دې وروستیو کې د دغه هېواد پولیس افغان پناه غوښتونکي تر نیولو وروسته بېرته افغانستان استوي.

 ایران کې افغان خبریال او پناه غوښتونکي ظفر مومند سلام‌وطندار ته ویلي، که څه هم یو‌شمېر افغانان د دغه هېواد د پېژندپاڼې کارټونه لري، خو بیا هم د پولیسو له لوري نیول کېږي او بېرته یې افغانستان ته لېږدوي.

د نوموړي په وینا، ایراني پولیس له افغان پناه غوښتونکيو سره ناوړه چلن کوي او په بې‌رحمانه توګه له دغه هېواد څخه د افغان پناه غوښتونکيو د ایستلو بهیر روان دی.

په ورته مهال په ایران او پاکستان کې پناه غوښتونکي له نړیوالو بنسټونو غواړي چې د پلمو لټولو پر ځای دې د دوی ستونزو ته د حل لار پیدا کړي.

وموغوښتل چې په ایران او پاکستان کې د افغان پناه غوښتونکيو د وضعیت په اړه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د مسوولانو نظر هم له ځان سره ولرو، خو له هڅو سره سره د یاد وزارت ویاند زموږ اړیکو ته ځواب رانه‌کړ.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې افغان چارواکو په ایران او پاکستان کې د افغان پناه غوښتونکيو وضعیت په اړه د دغه دوو هېوادونو له چارواکو او د ملګرو ملتونو د کډوالۍ له عالي کمېشنر سره خبرې کړې وې چې تراوسه یې کومه پایله نه ده ورکړې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام