یوشمېر افغان کډوالو اسلااباد کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ دفتر مخې ته د خپلو پناه غوښتنلیکونو د بېبرخلیکۍ په غبرګون کې اعتراض کړی دی.
اعراض کوونکو سلاموطندار سره په خبرو کې ویلي چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ دفتر مخته یې له دې امله اعتراض کړی چې د ملګرو ملتونو له لوري د دوی د پناه غوښتنلیکونه «کېسونه» نه څېړل کېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
اعتراض کوونکي د مخکیني حکومت د وزیرانو سلاکاران، خبریالان، د مدني ټولنې فعالان او څارنوال دي چې د مخکیني حکومت له پرځېدو وروسته پاکستان ته تللي دي.
دوی د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ څخه غواړي چې د کډوالۍ کارټونو د نوملیکنې، وېش او هغه هېوادونه چې کډوال مني، بهیر یې چټک کړي.
دغه اعتراض کوونکي چې شمېر یې نږدې سلګونه کسانو ته رسېږي، وايي چې دغه هېواد کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او په یوه بېبرخلیکه وضعیت کې دي.
اعتراض کوونکو سلاموطندار ته په خبرو کې وویل چې دوی د مناسب ځای نشتوالي او اقتصادي ستونزو سره مخ دي او هره ورځ یې دغې ستونزې ډېرېږي. دوی ټينګار کوي چې تر هغو به خپل دغه اعتراض ته دوام ورکړي چې د پناه غوښتنلیکونو ته یې رسېدنه نه وي شوي.
وروسته له هغې چې اسلامي امارت واک ترلاسه کړ، ګڼشمېر افغانان د تخلیې له بهیر څخه پاتې شول او پاکستان ته لاړل، څو د دغه هېواد له لارې درېیم هېواد ته لاړ شي، خو د کډوالو په چارو د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له لوري د کار بهیر ډېر ورو او تت روان دی.