وروسته له هغې چې په ایران کې د افغان کډوالو د زورونې او او زورزیاتي په غبرګون کې د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې اعتراضونه وشول، د کډوالو چارو وزارت مسوولان د افغان کډوالو د ستونزو هواري په موخه د څلور اړخیزې ناستې له جوړېدو خبر ورکوي.
د یاد وزارت د مسوولانو په وینا چې په دغه څلور اړخیزه ناسته کې به د اسلامي امارت د حکومت سربېره، د ایران، پاکستان او د ملګرو ملتونو چارواکي هم ګډون وکړي چې ټاکل شوې راتلونکې میاشت به جوړه شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کډوالو چارو وزارت د مسوولان وايي چې د دې غونډې هدف دا دی چې د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې وشي او حللاره ورته وموندل شي.
د دې غونډې په اړه پرېکړه په داسې حال کې شوې چې په ایران کې له افغان کډوالو سره د زورزیاتي د تورونو په عکس العمل کې د افغانستان په څو ولایتونو کې لاریونونه وشول.
د کډوالو چارو وزارت وايي، د ملګروملتو د کډوالو د لوی کمېشنر، افغانستان، ایران او پاکستان د استازیو په غونډه کې به په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو د ستونزو د پای ته رسېدو پر لارو او د یوه داسې مکیانېزم د موندلو پر لارو خبرې وشي چې په دغو هېوادونو کې له ثبت او اسنادو پرته اوسي.
په وروستیو ورځو کې په ایران کې له افغان کډوالو سره د بد چلن له کبله د بښنې نړیوال سازمان د افغان کډوالو پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده.