له څلورو ورځو راهیسې د لښکرګاه ښار ټولې هټۍ د جګړې له کبله تړل شوي او خلک په خپلو کورونو کې بند پاتې دي. د سیمي اوسېدونکي وايي، هېڅوک له کوره نه شي وتلی او ډېری کورنۍ له لوږې سره مخ شوې دي.

دوی وايي، د جګړې پر مهال پر ګڼ‌شمېر کورونو هوايي او ځمکني بریدونه شوي او سره له دې چې یوشمېر کسانو ته په‌کې مرګ‌ژوبله اوښتې، خو خلک د خپلو خواخوږو جسدونه هدیرې او نه هم ټپیان روغتونونو ته لېږدولی شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د لښکرګاه یوې اوسېدونکې د نوم نه ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي چې برښنا، اوبو او ډوډۍ د نه لاسرسي یې پنځه ورځې کېږي او په ښار کې د سختې جګړې له کبله په کورونه کې بند پاتې دي. هغه وايي، جګړې یې نه یوازې ماشومان وېرولي، بلکې پر دوی یې هم لاره ورکه کړې چې پر کومه ولاړ شي.

د لښکرګاه دوه نور اوسېدونکي هم په دغه ښار کې له سختې جګړې سر ټکوي او وايي، د هلمند اوسېدونکي تر بل هر وخته اوس له بشري ناورین سره مخامخ دي. د دوی په خبره، طالبانو د خلکو کورونو ته نږدې په یوشمېر سیمو او سوداګریزو مارکېټونو کې سنګرونه نیولي او افغان ځواکونه هم پرې هوايي بریدونه کوي.


هلمند کې د جګړې دوام؛ خلک د مړو ښخولو لپاره بهر نه شي وتلی

د هلمند د له لاسه وتلو په اړه د دغه ولایت د وکیلانو اندېښنې

د اوربند پای او هلمند کې د طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو د عملیاتو پیل


د لښکرګاه دغه اوسېدونکي وايي، په کورونه کې بند پاتې کېدل، خوراکي توکو، روغتون او نورو امکاناتو ته نه لاسرسی او د جګړې له کبله ورته د مرګ‌ژوبلې اوښتل هغه ستونزې دي چې هلمندیان ورسره مخ دي.

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازی غلام‌ولي افغان هم وايي چې په لښکرګاه کې وضعیت خراب دی او ملکیانو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې کچه هم ډېره لوړه شوې ده.

د دې ترڅنګ، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلې چې تراوسه په لښکرګاه ښار کې د جګړې له کبله ۱۰ ملکيان وژل شوي او تر ۸۵ ډېر ټپیان دي. یوناما وايي، په کندهار کې هم پنځه ملکیان وژل شوي او ۴۲ نور ټپیان دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

یوناما زیاتوي، د طالبانو ځمکنيو عملیاتو او د ملي اردو هوایي بریدونو ډېر زیانونه اړولي چې په وینا یې، بې‌توپیره ډزو، د روغتیایي بنسټونو او د ملکيانو د کورونو نیولو/ویجاړولو په اړه ډېرې اندېښنې لري او ښکېل لوري باید د ملکي وګړیو د ساتنې لپاره لازم اقدامات وکړي.

بله‌خوا د ۲۱۵ میوند قول‌اردو قوماندان سمېع سادات نن په یوه غږیز پیغام کې د لښکرګاه ښاریانو ته ویلي، څو د ملکي مرګ‌ژوبلې د مخنیوي په موخه له هغو سیمو چې طالبان په‌کې پټ شوي، ووځي. د سادات په وینا، افغان ځواکونه اړ دي، څو پر هغو سیمو بریدونه وکړي چې طالبان په‌کې ځای پر ځای شوي دي.

خو د طالبانو ویاند ذبېح‌الله مجاهد وايي چې وسله‌وال یې د خلکو په کورونه کې نه دي پټ شوي. د هغه په خبره، افغان ځواکونه یې کلابند کړي او دا ډول اقدامات نه شي کولای چې د ماتې مخه یې ونیسي.

که څه د هلمند امنیتي مسوولان په لښکرګاه کې د جګړې ختمولو ډاډ ورکوي، خو د دغه ښار اوسېدونکي وايي، مسوولان یوازې ډاډ ورکوي او د جګړې په ډګر کې یې لازم پرمختګ نه دی کړی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام