د اسلامي امارت د کانانو او پټرولیم وزارت سرپرست کابل کې یوې غونډې ته وویل چې د دوحې د سولې خبرو پرمهال امریکايي لوري له دوی څخه په افغانستان کې د اډو غوښتنه کوله چې دوی یې مخالفت کړی دی.

شهاب‌الدین دلاور د دوحې تړون د ۲کالو د پوره کېدو په اړه جوړې شوې غونډه کې څرګنده کړه چې امریکايي لوري غوښتل په افغانستان کې څو اډې ولري او ټينګار و، که چېرته دوی ته دغه هېواد کې پوځي اډې ورنه کړل شي، نو د سوریې په برخلیک به اخته شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړه، د امریکايي مرکچي پلاوي به د افغانستان د وېش په پلمه هم د اډو غوښتنه کوله او ټينګار یې کاوه، که چېرته امریکا او ملګري هېوادونه یې له افغانستان څخه ووځي، نو ښايي دغه هېواد ووېشل او له ګڼو ستونزو سره مخ شي.

دلاور ټينګار وکړ چې په دوحه کې د اسلامي امارت مرکچي پلاوي له امریکا سره د سولې خبرو پر مهال د دوی دا غوښتنې رد کړې او په دې بهیر کې پر خپل دریځ کلک ولاړ و.

په ورته مهال د کانونو او پترولیم وزارت چارسمبالي همداراز د نړۍ له لوري د ټول‌ګډونه‌ حکومت د جوړېدو په اړه وویل چې دوی په افغانستان کې پراخ‌بنسټه حکومت جوړ کړی او د اسلامي امارت په راتلو سره د مخکیني حکومت چارواکي خپلې دندې پرمخ بیايي او هېڅوک له خپلو دندو نه دي ګوښه شوي.

د هغه په خبره چې اوس‌مهال په کانونو او پترولیم وزارت کې د مخکیني حکومت شاوخوا ۲۰۰۰ کارکوونکي چې ښځې هم په‌کې شاملې دي، له دوی سره کار کوي.

دلارو د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړه چې افغانستان کې ټول‌ګډونه حکومت حاکم دی او نړۍ په دې نوم غواړي چې خپل لاسپوڅي د اسلامي امارت تر مشري لاندې حکومت کې شامل کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړي وویل چې نړیوالو دوی ته لومړی د ۸ او وروسته بیا د ۱۵ کسانو نوملړ ورکړی چې حکومت کې ورته برخه ورکړي، خو د هغه په خبره چې اسلامي امارت د نړۍ دې غوښتنو ته هېڅ‌کله نه تسليمېږي.

په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو په اړه د نړیوالو له لوري د ۱۵ کسانو د نوملړ سپارل خبره داسې مهال کېږي چې له دې وړاندې د اسلامي امارت چارواکو په وار وار ویلي، د هېوادونو په غوښتنه حکومت نه جوړوي او نه هم د نورو هېوادونو جاسوسانو ته په خپل حکومت کې څای ورکوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام