د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا نن سه شنبه په یوه خپور کړي راپور کې ویلي چې افغانستان کې د ماشومانو د ګوزنډ یا پولیو ناروغۍ د پېښو شمېر تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلی.

اوچا په دې راپور کې زیاته کړې چې په روان ۲۰۲۲ کال کې په لومړي ځل افغانستان کې د ماشومانو د ګوزنډ یا پولیو ناروغۍ یوازې یوه مثبته پېښه ثبت شوې چې دا د دغه هېواد په تاریخ کې د پولیو تر ټولو ټيټه کچه ښودل شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه بنسټ زیاته کړې چې افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال پرمهال د پولیو څلور او په ۲۰۲۰ کال کې بیا ۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

اوچا په دې راپور کې په روان کال کې د ۹.۹ میلیونه ماشومانو لپاره د ګوزنډ ضد واکسین د کمپاین پیل، له یادې ناروغۍ سره په مبارزه کې حیاتي ګام بللی او ویلي یې دي چې افغانستان د پولیو له‌منځه وړلو لپاره یو ښه فرصت لري.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا همداراز ویلي چې د افغانستان په ټولیو سیمو کې د پولیو ضد واکسین تطبیق پرمهال یې ډېرې لاسته‌راوړنې درلودي، خو خبرداری یې ورکړی چې لا هم د پولیو پېښو ډېرېدو امکان موجود دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

اوچا ویلي چې دغه لاسته‌راوړنې د پولیو واکسین د تطبیق د اتو کارکوونکو چې څلور یې ښځې دي، د ژوند په بیه ترلاسه شوي چې د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د یوه وسله‌وال برید پرمهال ووژل شول.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام