یوناما: ۶۰سلنه کورنۍ د اوبو کمښت سره مخ دي؛ خلک: حکومت دې یې غم وخوري

په افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولي «یوناما» پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې اقلیم بدلون دغه هېواد د اوبو پر سرچینو منفي اغېزې کړي او د څښاک پاکو اوبو ته یې د خلکو لاسرسی ستونزمن کړی دی. د دغه بنسټ په وینا، تېر ۲۰۲۲ میلادي کال کې د هغو کورنیو شمېر چې افغانستان کې د اوبو له کمښت سره مخ وې، ۶۰سلنې ته رسېږي.

افغانستان کې د پولیو تر ټولو ټيټه کچه؛ روان کال کې یوه پېښه ثبت شوې

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا نن سه شنبه په یوه خپور کړي راپور کې ویلي، افغانستان کې د ماشومانو د ګوزنډ یا پولیو ناروغۍ پېښې تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلې دي. دغه بنسټ زیاته کړې چې افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال پرمهال د پولیو څلور او په ۲۰۲۰ کال کې بیا ۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.