د غور او بادغیس ولایتونو محلي چارواکي وايي چې د سړې هوا او مواصلاتي لارو د تړل کېدو له کبله په دې ولایتونو کې د پولیو واکسین څو پراوه کمپاینونه نه دي پلي شوي.

د غور د عامې روغتیا ریاست سرپرست عبدالطیف رحیمي سلام‌وطندار ته وايي، دغه ولایت کې د پولیو واکسین نه تطبیق په دلیل، تر پنځو کلونو کم‌عمره شاوخوا ۲۱۱ زره ماشومان له واکسین څخه محروم شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغه په وینا، دوی هڅه کوي چې راتلونکی پسرلی، د دغه ولایت ټولو سیمو کې د پولیو واکسین کمپاین پلي کړي.

ورته وخت کې د بادغیس د عامې روغتیا ریاست مرستیال صفي‌الله خادم وايي، دوی هم د اقلیمي شرایطو په دلیل نه دي توانېدلي چې د یاد ولایت جوند او بالامرغاب ولسوالیو کې د پولیو واکسین د ژمني کمپاین دویم پړاو تطبیق کړي.

د هېواد لوېدیځ کې د پولیو واکسین د تطبیق مسوول وحید رحماني وايي، د هوا په ګرمېدو او د تګ راتګ لارو په خلاصېدو سره به د غور او بادغیس په ټولو سیمو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شي.

نوموړي زیاتوي چې د پولیو راتلونکي پړاو کې به په دې دوو ولایتونو کې د واکسین کمپاین پیل کړي او ماشومانو ته به واکسین ورکړي. هغه وايي، دوی هڅه کوي چې د بادغیس په دوو ولسوالیو جوند او بالامرغاب کې هم د واکسین بل پړاو کې کوچنیانو ته واکسین ورکړي.

افغانستان له هغو هېوادونو دی چې اوس هم په کې د ماشومانو د فلج یا پولیو ناروغۍ په بشپړه توګه نه ده محوه شوې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د روغتیايي مسوولانو په وینا، روان میلادي کال کې د پولیو لومړنی مثبته پېښه پکتیکا ولایت کې ثبت شوې چې یو لړ اندېښنې یې راپورته کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام