د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې درې اوونۍ وروسته به په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ واکسین پروسه پیل شي. دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په دغه بهیر کې به د هغو ۳،۳ میلیونه ماشومانو په ګډون چې مخکې یې واکسین نه و کړی، ټولو ماشومانو ته واکسین ورکړل شي.

په خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان د استازي ډاینک لو له قوله د دغه واکسین د لړۍ پیل مثبت ښودل شوی دی. نوموړي ویلي چې له ګوزڼ ناروغي نه د ماشومانو خلاصول مهم دي او باید لومړیتوب ورکړل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د ګوزڼ واکسین کېدل په افغانستان او نورو هېوادونو کې د دې ناروغي د له منځه وړلو لپاره مهم دي. د دې ترڅنګ، ټاکل شوې د شپږ تر ۵۹ میاشتنیو ماشومانو ته د ویټامین «A» واکسین هم ورکړل شي.

په افغانستان کې د ګوزڼ واکسین پروسه د سختې جګړې او پر هېواد د طالبانو واکمنېدو له کبله ځنډېدلې وه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام