د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت څانګې مسوول ډاکټر جان‌محمد صاحبزاده وايي، د جلال‌اباد ښار په ګډون، په بهسودو او سره‌رود ولسوالیو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو واکسین کمپاین درول شوی دی.

د نوموړي په وینا، دغه کار له هغه وروسته شوی چې تېره ورځ په جلال‌اباد کې د ګوزڼ واکسین درې ښځینه کارکوونکې ترور شوې. دغه واکسیناتورانې سمینه، بصیره او نګینه نومېدې او د ننګرهار او لغمان اوسېدونکې وې چې په دوو جلا بریدونو کې ووژل شوې.

د هغه په وینا، د ګوزڼ واکسین کمپاین یوازې د چهارشنبې ورځې لپاره ځنډول شوی او کېدای شي د پنجشنبې په ورځ بېرته پیل شي.

د ننګرهار ولایت مقام هم په جلال‌اباد ښار او بهسودو او سره‌رود ولسوالیو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا د پولیو واکسین د کمپاین ځنډېدل تاییدوي.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، بصیرې او سمینې ته د ګوزڼ واکسین د درېوو ورځو په بدل کې دوه‌نیم زره او نګینې ته هم ۷۵۰۰ افغانۍ ورکول کېدې.

د وژل شوې واکسیناتورې بصیرې ماما مقبل‌احمد وايي، خورځه یې د ناچارۍ او یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره د ګوزڼ واکسین په کمپاین کې برخه اخیستې وه چې د هېواد د دښمنانو له لوري ووژل شوه.

په همدې حال کې د ولسي جرګې غړي پر امنیتي ادارو او ځايي ادارې نیوکه کوي چې د ورته پېښو مخنیوي او د عاملانو په نیولو کې یې پاتې راغلي دي.

د ولسي جرګې غړي د ننګرهار له ولایتي ادارې غواړي چې د ټول ولس، په ځانګړې توګه په دغه ولایت کې د ښځینه فعالانو امنیت ته جدي پام وکړي.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازې انیسه عمراني د ښځینه واکسیناتورانو وژل کېدل د انسانیت او بشریت ضد کار بولي او د څېړلو غوښتنه یې کوي.

د ولسي جرګې رییس د جرګې د کورني امنیت کمېسیون ته دنده سپارلې چې په ننګرهار کې د درېوو واکسیناتورانو د وژنې پېښې څرنګوالي په اړه څېړنې وکړي.

د ولسي جرګې غړي زیاتوي، افغان چارواکي یوازې د هدفي وژنو پېښو په غندلو بسنه کوي او اړتیا ده چې په دې برخه کې جدي کار وشي.

د بښنې نړیوال سازمان هم له افغان حکومت څخه غوښتي چې په ننګرهار کې د پولیو کارکوونکو د وژنې په اړه پلټنه وکړي.

که څه هم د ننګرهار ځايي چارواکي په ښکاره د کوم چا یا ډلې چې په دغه ډول هدفي وژنو کې لاس لري نوم نه ‌اخلي، خو د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل ویلي، په یادو پېښو کې هغه کړۍ ښکېلې دي چې پر افغانانو یې خوښي نه لورېږي.

د ننګرهار والي له امنیتي ارګانونو غوښتي چې د ګوزڼ واکسین د وژل شویو کارکوونکو قاتلان پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري.

دا په داسې حال کې ده چې له شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې په ننګرهار کې اته مېرمنې چې څلور یې د رسنیو کارکوونکې او څلور نورې یې روغتیاپالانې وې، وژل شوې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام