نن سهار شاوخوا شپږ بجې د کونړ پر مرکز اسداباد د هاوان مرمیو ویشتل پیل شول چې د ورځې تر لسو بجو څلور توغندي د ښار په بېلابېلو برخو ولګېدل. دا مرمۍ د ښار په بېلابېلو برخو کې د ملکي وګړیو پر کورونو او شاوخوا سیمو لګېدلي دي.

د کونړ والي محمداقبال سعید که څه هم د کومې وسله‌والې ډلې نوم نه یادوي، خو وايي، دغه کار د وسله‌والو دی او له کبله یې پنځه کسان ټپیان شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

والي وايي، یادې مرمۍ د اسداباد د څنګ ولسوالي له چنار بانډو وار شوي دي. هغه زیاتوي، وسله‌والو د جګړې په ډګر کې ماتې خوړلې او اوس غواړي ملکیانو ته مرګ‌ژوبله او زیان ورسوي چې په وینا یې، هېڅکله به خپلو موخو ته ونه رسېږي.



په همدې حال کې د کونړ د عامې روغتیا رییس عزیزالرحمان سلام‌وطندار ته وویل، یوه مرمۍ د کونړ ملکي روغتون د واکسین پر څانګې لګېدلې چې د لس ډوله واکسین او نورو توکیو په سوځېدو سره یې لس میلیونه افغانۍ زیان اړولی دی. د هغه په وینا، د کورونا، ګوزڼ او تور زېړي په ګډون، لس بېلابېل واکسینونه چې د خلکو د درملنې لپاره په‌کې ځای پر ځای شوي وو، سوځېدلي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا مرمۍ د کونړ مرکز ته مخامخ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له پرتو غرونو څخه چې تر دې مخکې هم ترې پاکستاني نظامیانو د کونړ بېلابېلې سیمې په نښه کړي او خلکو ته یې د مرګ‌ژوبلې ترڅنګ، مالي زیانونه اړولي، را وارې شوې دي.

څه موده مخکې یوه مرمۍ د کونړ ولایت په مقام کې د قرآنکریم د تلاوت سیالۍ پر مراسمو ولګېده چې له کبله یې د یادو سیالیو ګڼ‌شمېر ګډونوالو ته چې ډېری یې ماشومان او د قرآن حافظان وو، مرګ‌ژوبله واوښته.

د کورنیو چارو وزارت دغه برید د وسله‌والو طالبانو کار بولي، خو دې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د کونړ اوسېدونکي وايي، له کلونو راهیسې د دغه ولایت مرکز او بېلابېلې ولسوالۍ د ورته توغندیزو بریدونو شاهدې دي، خو حکومت تر اوسه نه دی توانېدلی چې مخه یې ونیسي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام