د پکتیا محلي مسوولان وايي چې د روانې اوونۍ د دوشنبې ورځې راهیسې په مرکز ګردېز او زرمت ولسوالي کې د سختو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې خلکو ته یې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس خالقیار احمدزي سلاموطندار ته ویلي چې د وروستیو سېلابونو له امله اته کسان مړه شوي او ۲۰ نور ټپيان دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه زیاته کړې چې زرمت کې د بېګاه شپې سېلابونو له امله سلګونه کورونه نړېدلي او د زرمت ولسوالي ۱۲۰ کورنۍ چې کورونه یې په بشپړه توګه د سېلابونو وړي، مرکز ګردېز ښار ته رالېږدول شوي دي.
د پکتیا د اطلاعات او فرهنګ د رییس په وینا، ولایتي اداره هڅه کوي، د سېلابونو له امله بېځایه شویو کورنیو ته په ګردېز کې د هستوګنې لپاره لنډمهالی کمپ جوړ کړی دی.
بلخوا د زرمت ولسوالي یوه اوسېدونکي خلیل الرحمن سلاموطندار ته ویلي چې د وروستیو سېلابونو له امله خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
د خلیلالرحمن په وینا،، سلګونه کورنه، زرګونه جریبه ځمکه او لوې لارې د سېلابونو له امله ویجاړې شوې او مرستندویه ادارې باید له سېلاب ځپلو سره مرسته وکړي
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دا په داسې مهال ده چې په وروستیو ورځو کې د هېواد په ګڼشمېر ولایتونو کې سېلابونه راوتلي چې له امله یوشمېر کسان مړه او خلکو ته یې ګڼ مالي زیانونه وراړولي دي.