د پکتیا محلي مسوولان وايي چې پرون مازدیګر د دغه ولایت په مرکز ګردېز، لجه منګل، ځاځي‌اریوب، سیدکرم او میرزکې ولسوالیو کې د شوي باران له امله سېلابونه راوتلي چې کروندګرو او عامو خلکو ته یې ګڼ‌ مالي زیانونه اړولي دي.

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس خالقیار احمدزي سلام‌وطندار ته ویلي چې د وروستیو اورښتونو له امله د مرګز ګردېز په ګډون په پنځه ولسوالیو کې سېلابونه راوتلي چې کرنیزه ځمکه او د خلکو کورونه یې ویجاړ کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

احمدزی زیاتوي چې د سېلابونو له امله زرګونه جریبه کرنیز فصلونه او ځمکې تخریب شوي، لوې لارې، پلونه، پلچکونه، استنادي دیوالونه او یوشمېر کورونه نړېدلي دي.

د نوموړي په وینا، په سیدکرم ولسوالي کې د سېلابونو له امله یوه نجلۍ هم ټپي شوې چې د درملنې لپاره ولایتي روغتون ته لېږدول شوې ده.

د پکتیا د مرګز ګردېز یوه اوسېدونکي سیف‌الرحمن سلام‌وطندار ته ویلي، د سېلابونو له امله په مرګز ګردېز او سیدکرم ولسوالیو کې یو‌شمېر کورونه هم نړېدلي دي او زرګونه جریبه کرنیز فصلونه، پياز، کچالان، جوار او رومیان له‌منځه تللي دي.

نوموړي په حکومت او خیریه بنسټونو غږ وکړ چې د دغه ولایت سېلاب ځپلیو کورنیو سره بیړنۍ مرستې وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې په روانه میاشت کې دا څلورم ځل دی چې د پکتیا په مرګز ګردېز او یوشمېر ولسوالیو کې تر اورښتونو وروسته سېلابونه راوځي او خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه اړوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام