د پکتیا مرکز ګردېز ښار اړوند د وچ‌غړک او بالادې سیمو کې د سخت باران او ږلۍ له امله د خلکو ډېری باغونه او کښتونه له‌منځه تللي دي.

د وچ‌غړک سیمې یوه اوسېدونکي حاجي رحیم سلام‌وطندار ته ویلي چې پروني باران او  ږلۍ له امله راوتلو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

حاجي رحیم وویل: «د خلکو فصلونه یې تباه او برباده کړل. لارې هر څه یې خراب کړي. د خلکو کورونه یې هم خراب کړي دي. پټي یې ټول ویجاړ کړي. کروندګرو لوبیا یا الو کرلي وو، هر څه یې له منځه یوړل.»

په ورته مهال د مرکز ګردېز د بالادې کلي اوسېدونکی اسماعیل هم وايي چې په سیمه کې یې ږلۍ او باران د خلکو باغونو ته زیان اړولی او مېوې یې له منځه وړې دي.

بل‌خوا د پکتیا د کرنې ریاست مسوولان هم تاییدوي چې د پرون ورځې د اورښت له کبله مرکز ګردېز او د احمدابا ولسوالي ځینو سیمو کې سېلابونه راوتلي چې کروندګرو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.

د پکتیا د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر مومند خروټی وايي چې ډېری کښتونه اوبو لاندې کړي او مېوې ږلۍ وهلي دي. د نوموړي په وینا، شوې ږلۍ د بزګرانو شاوخوا ۵۰۰۰ جریبه باغونه او کښتونه له منځه وړي دي.

مومند خروټي وویل: «تقریبا ۵۰۰۰ جریبه ځمکه کې مڼو، زردالو ته زیان اوښتی، زردالو یې ټول توی کړي، مڼې یې زیانمنې کړي دي. جوار یې خراب کړي او لوبیا یې بېخې زیاته خرابه کړې، ځکه د لوبیا بوټی نازک دی ږلۍ یې خرابوي.»

څو ورځې وړاندې د پکتیا په جاني‌خېلو ولسوالي کې هم د سختو سېلابونو د راوتلو له امله د بزګرانو ډېری کرنیزې ځمکې له منځه تللې وې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادې ولسوالي د اوسېدونکو په وینا، د کرنیزو ځمکو د ساتنې لپاره ورسره د کرنې ریاست او همکارو موسسو له‌خوا اړینې مرستې نه دي شوي او ډېری وخت د سېلابونو د راوتلو پرمهال یې ځمکې لاندې کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام