لوی اختر؛ عامې روغتیا وزارت د کانګو تبې د خپرېدو په اړه خبرداری ورکوي

په داسې حال کې چې لوی اختر په نېږدې کېدو دی، د عامې روغتیا وزارت مسوولان خبرداری ورکوي چې د کانګو تبې ناروغي ته باید جدي پام وشي، د بې‌غوري په صورت کې د خپرېدو احتمال یې شته. د عامې روغتیا وزارت مسوولان له هېوادوالو څخه غواړي چې د اختر په ورځو کې روغتیايي لارښوونو ته پام وکړي.

د چین سفیر: امریکا افغانستان کې د اوسني وضعیت مسووله ده

کابل کې د چین سفیر وانګ یو نن پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت له سرپرست سره په یوې ګډه خبري ناسته کې له افغانستان څخه د امریکا په نامسوولانه وتلو نیوکه وکړه. د چین سفیر وویل چې د امریکا په راتلو سره افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ شول او اوس چې دغه هېواد له افغانستانه په غیرمسوولانه توګه وتلی، د افغانانو ستونزې دوه برابره شوي دي.

لوی اختر؛ خلک د قربانۍ لپاره د څارویو د اخیستلو توان نه‌لري

په داسی حال کې چې لوی اختر ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتي، خو د تېرو کلونو په پرتله د خلکو له لوري د قربانۍ لپاره د څارویو د پېر بازار سوړ دی.

د کابل ښار اوسېدونکي وايي چې هېواد کې د وروستیو سیاسي تحولاتو او د خراب اقتصادي وضعیت له امله نه‌شي کولای چې د قربانۍ لپاره څاروي واخلي.

پکتیا کې د پرون ورځې باران او ږلۍ خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

د پکتیا مرکز ګردېز ښار اړوند د وچ‌غړک او بالادې سیمو کې د سخت باران او ږلۍ له امله د خلکو ډېری باغونه او کښتونه له‌منځه تللي دي.

د وچ‌غړک سیمې یوه اوسېدونکي حاجي رحیم سلام‌وطندار ته ویلي چې پروني باران او  ږلۍ له امله راوتلو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د افغان رسنیو د یوځايي سقوط لاملونه، شته ننګونې او د حل لارې چارې

د افغانستان د خبریالانو مرکز او د افغانستان د خبریالانو د ازادې ټولنې ګډ کلنی (۱۴۰۰) راپور وايي چې د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې د جمهوري دورې په پرتله دوه چنده زیاتې شوې دي. همدارنگه د بې سرحده خبريالانو او د خبريالانو نړيوال فدراسيون وايي، د اسلامي امارت د واکمنۍ له پيل څخه بیا د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ تر ۴ نېټې پورې لږ تر لږه ٥٠ خبريالان او د رسنيو کارکوونکي بند خونو ته اچول شوي او لږ تر لږه اووه خبريالان وژل شوي دي.