د لوګر محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د څرخ ولسوالي په قلعه‌نو سیمه کې د اوبو څاه کېندنې پر مهال څاه کې د اکسیجن د کمښت له کبله یو کس مړ شوی او درې کسان بې‌ هوښه شوي دي

د لوګر د امنیه قومنداني ویاند احمدالله انس سلام‌وطندار ته ویلي، دغه پېښه پرون مازدیګر هغه مهال رامنځته شوې چې مړ شوی کس د اوبو برمې د کېندنې پر مهال څاه ته ښکته شوی و.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړې چې د مړه شوي کس د ژغورنې لپاره درې کسان نور څاه ته ورښکته شوي وو، خو د اکسیجن نشتون له امله بې هوښه شوي وو.

د لوګر د امنیې قومنداني د ویاند په وینا، د څرخ ولسوالي امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته ورغلي وو او بې هوښه شوي کسان یې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدولي  چې روغتیايي حالت یې اوس د ډاډ وړ دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې هم د هېواد په شمالي او سوېلي ولایتونو کې یوشمېر تخنیکي کارکوونکي د اوبو د څاه‌ګانو  د کیندنې پر مهال د بې پروايۍ له امله مړه شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام