په لوګر ولایت کې محلي سرچینو سلاموطندار ته ویلي چې بېګاه شپه ناپېژنده وسلهوالو د لوګر ولایت د څرخ ولسوالي په اړوند سیمه کې یو کس وژلی دی.
د یادې ولسوالي اوسېدونکو ویلي چې دغه کس سیدالرحمن توحیدي نومېږي او د څرخ ولسوالي د «ډبر» سیمه کې د ناپېژنده وسلهوالو له لوري وژل شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د څرخ ولسوالي یوې اوسېدونکي ویلي چې وژل شوي کس له چا سره شخصي دښمني نه لرله او تراوسه یې د وژنې لامل هم نه دی معلوم.
د لوګر د امنیې قومنداني ویاند احمدالله انس سلاموطندار پېښې تایید کړې او ویلي یې دي چې امنیتي ځواکونه هڅه کوي، څو د یادې پېښې عاملان ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
په ورته مهال لوګر کې امنیتي مسوولان له خلکو غوښتنه کوي چې د دغه ولایت د امنیت ښهوالي او د جنایي پېښو د راکمولو لپاره له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د لوګر په څرخ ولسوالي کې دغه پېښه داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې دغه ولایت کې د ناپېژنده وسلهوالو له لوري د خلکو د وژنې پېښې زیاتې شوې دي.