په لوګر ولایت کې ولسي سرچینې سلام‌وطندار ته وايي چې بېګاه شپه د دغه ولایت د مرکز پل علم ښار په  دوو جلا سیمو کې ناپېژنده وسله‌والو دوه کسان په ډزو وژلي دي.

سرچینې زیاتوي چې دغه دوه کسان د پل علم ښار په حصارک او کارته مامورین سیمو کې وژل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سرچینې همداراز  ویلي چې ناپېژنده وسله‌والو په حصارک سیمه کې د محمد په نوم ۲۵ کلن ځوان وژلی او کارته مامورین سیمه کې هم یو کس د نامعلومو لاملونو له کبله وژل شوی دی.

د لوګر ولایت د امنیې قومنداني ویاند احمدالله انس سلام‌وطندار ته ویلي چې یاد کسان د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې د کارته مامورین د پېښې قاتلان یې نیولي او د حصارک د پېښې د قاتلانو د نیولو هڅې روانې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د شخصي دښمنیو او غچ اخیستنې پېښې ډېرې شوې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام