Asset 1SWN

بغلان کې د یوه کور چت لوېدو له امله پنځه کسان مړه او دوه ټپیان شوي

27fe3764-7af5-4716-b14d-501cb509d00e

د بغلان امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوه کور چت پرېوتو له کبله د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.

د بغلان د امنیې قومنداني مطبوعاتي مسوول شېراحمد برهاني وايي چې پېښه بېګاه شپه د خوست ولسوالي اړوند «اب‌اور» کلي کې رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي په وینا، پېښه کې د یوې کورنۍ د درېوو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون پنځه کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.

د بغلان د امنیې قومنداني مطبوعاتي مسوول شېراحمد برهاني همداراز ویلي چې دغه دوه پوړییزه ودانۍ په معیاري توګه نه وه رغول شوې چې له امله یې لوېدلې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې د هېواد په یو‌شمېر نورو ولایتونو کې هم ورته پېښې رامنځته شوي چې ډېری یې د زیات ورښت له کبله لوېدلې دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام