هرات کې ولسي سرچینې وايي چې د ګازرګاه جومات خطیب مجیب‌الرحمن انصاري نن غرمه مهال په یوې چاودنه کې وژل شوی دی.

مجیب‌الرحمن انصاري ته نږدې کسان او ولسي سرچینې دې چاودنه کې د نوموړي وژنه تاییدوي. په همدې حال کې د هرات د رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه کې د مجیب‌الرحمن انصاري وژنه تایید کړې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د خبرپاڼې له مخې، په دې چاودنه کې د مجیب‌الرحمن انصاري ترڅنګ ځینې نور کسان هم وژل شوي دي. په ورته مهال خبرپاڼه کې ویل شوي چې تراوسه د چاودنې څرنګوالی نه دی معلوم او په دې اړه څېړنې روانې دي.

د یادونې وړ ده چې یاده چاودنه د هرات د ګازرګاه جومات دروازې مخې ته هغه مهال شوې چې مجیب‌الرحمن انصاري له خپلو ځینو ملګرو او خپلوانو سره جومات ته د ننوتو په حال کې وو.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

تراوسه د دغه برید مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام