د هرات مسوولان په دغه ولایت کې د یوناما پر دفتر، «مالان پُل» او «پښتون پُل» سیمو د طالبانو د بریدونو خبر ورکوي. د هرات روغتیايي مسوولان وايي چې په یادو بریدونو کې تر اوسه پنځه نظامیان او د درې ملکیانو په ګډون، ۲۱ کسان ټپیان شوي دي.

د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب عارف جلالي سلام‌وطندار ته ویلي چې په وژل شویو کسانو کې یو د یوناما دفتر ساتونکی او پنځه امنیتي ځواکونه شامل دي. د هغه په خبره، په ټپیانو کې هم ۱۸ امنیتي ځواکونه او ۳ ملکیان دي چې په وینا یې، روغتیايي وضعیت یې ښه دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ بیا په هرات کې د یوناما پر دفتر د طالبانو برید پر سختو ټکو غندلی دی. یوناما په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په یاد برید کې د نورو امنیتي ځواکونو ترڅنګ، د دغه دفتر یو ساتونکی هم وژل شوی او څو نور سرتېري ټپیان دي.



یوناما ویلي چې د دغې ادارې پر ملکي کارکوونکو برید د نړیوالو اصولو خلاف او جنګي جنایت دی.

طالبانو د ګذرې ولسوالي په «مالان پُل» سیمه کې له دوه ورځنۍ جګړې وروسته پر «پښتون پُل» برید وکړ او اوس د دې سیمې په سوېلي برخو کې له امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو سره پر جګړې بوخت دي.

ځینې سرچینې وايي چې امنیتي ځواکونو نن مازدیګر شاوخوا پنځه بجې له یادو سیمو طالبان پر شا تبمولي دي.

اوس افغان ځواکونو چې د ملي امنیت سرتېري، ملي اردو، پولیس او ځانګړي ځواکونه په‌کې دي، د هرات ښار په بېلابېلو سیمو، سړکونو او ښار ته ورغلیو دروازو کې د تلاشي مرکزونه جوړ کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام