هرات کې د یوناما پر دفتر د طالبانو برید؛ پنځه نظامیان وژل شوي او ۲۱ ټپیان دي

د هرات مسوولان په دغه ولایت کې د یوناما پر دفتر، «مالان پُل» او «پښتون پُل» سیمو د طالبانو د بریدونو خبر ورکوي. د هرات روغتیايي مسوولان وايي چې تر اوسه پنځه نظامیان او د درې ملکیانو په ګډون، ۲۱ کسان ټپیان شوي دي.
د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب عارف جلالي وايي چې په وژل شویو کې یو د یوناما دفتر ساتونکی او څلور سرتېري شامل دي.

نورستان کې سېلابونه؛ تر اوسه ۶۵ جسدونه پیدا شوي

د نورستان چارواکي وايي، د ختیځ نورستان په کامدېش ولسوالي کې د سېلابونو له امله د ۱۸۰ ورکو خلکو له جملې تر اوسه ۶۵ جسدونه موندل شوي دي.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم سلام‌وطندار ته ویلي چې د سېلاب وړیو په ډله کې مېرمنې، ماشومان او سپین‌ږیري شامل دي.

د شبرغان د نیولو لپاره د پاکستاني متقاعد جنرال پلان ناکام شو

د ۲۰۹ شاهین قول‌اردو د دویمې لوا مسوولان وايي، پاکستاني وسله‌والو له طالبانو سره یوځای غوښتل چې د جوزجان مرکز شبرغان ښار ونیسي، خو ناکام شول. د دغې قول‌اردو د دویمې لوا قوماندان عبدالغني نظامي وايي، یاد پاکستانی متقاعد جنرال شیخ مطیع‌الله نومېږي او پلان یې ور شنډ کړی دی.

د جګړې زیاتوالي د بیان ازادي زیانمنه کړې

د بې‌پولې خبریالانو سازمان په افغانستان کې د جګړې زیاتېدو او د امنیتي وضعیت خرابېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د جګړې زیاتېدو د بیان ازادي ته چې په وروستیو شلو کلونو کې د هېواد مهمه لاسته‌راوړنه بلل کېږي، سخت زیان اړولی دی.
د دغه سازمان په خبره، د طالبانو له لوري د یوشمېر ولسوالیو په نیول کېدو سره د اطلاع رسونې بهیر له خنډ سره مخ شوی دی.