د نورستان چارواکي وايي، د ختیځ نورستان په کامدېش ولسوالي کې د سېلابونو له امله د ۱۸۰ ورکو خلکو له جملې تر اوسه ۶۵ جسدونه موندل شوي دي. د نورستان والي حافظ عبدالقیوم سلام‌وطندار ته ویلي چې د سېلاب وړیو په ډله کې مېرمنې، ماشومان او سپین‌ږیري شامل دي.

وړمه شپه د ختیځ نورستان د کامدېش ولسوالي په میردېش سیمه کې له سختو اورښتونو وروسته سېلاب راغی او نږدې سل کورونه یې له خلکو، څارویو او وسایلو سره یووړل.

د سلام‌‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ 

حافظ عبدالقیوم وايي، سیمې ته د سرې میاشتې مرستندویه ډلګۍ رسېدلي او ژر به خلکو ته د اوښتي زیان او مرګ‌ژوبله معلوم کړي. هغه وايي، که څه هم میردېش سیمه د طالبانو په ولکه کې ده، خو که دا ډله مداخله ونه کړي، حکومت ژمن دی چې سیمې ته بشري مرستې ورسوي. والي وايي، د ورکو شویو خلکو ځینې جسدونه په کونړ کې موندل شوي دي.

د نورستان د ولایتي شورا یو غړی ظاهر نورستانی هم وايي چې تر اوسه د کامدېش د ورکو شویو له ډلې شاوخوا اویا جسدونه موندل شوي، خو په وینا یې، تر اوسه سیمې ته هېڅ ډول مرسته نه ده رسېدلې.



د نورستان چارواکو پر ټولو خلکو غږ کړی چې د کونړ سیند په اوږدو کې دې د کامدېش د سیند وړیو جسدونو په پیداکولو کې همکاري وکړي.

د نورستان د ولایتي شورا رییس سعدالله پاینده‌زوی وايي، په سېلاب ځپلې سیمه کې د خلکو کورونه د خوړ پر غاړه اباد شوي وو چې اوبو په مخه کړي دي. نوموړی وايي، د حکومت په مرکزي اداره یې غږ کړی چې خلکو ته مرستې ور ورسوي.

د نورستان ولایت اوسېدونکي د کامدېش پېښه «لوی انساني ناورین» بولي او وايي، د حکومت مرکزي ادارې او نورو مرستندویه بنسټونو تر اوسه په دې برخه کې لازم اقدامات نه دي کړي.

سلام‌وطندارا پر ټویټر هم وڅارئ

د نورستان یو اوسېدونکی عبدالخالق وايي، حکومت، نړیواله ټولنه او نور خیریه بنسټونه دې په کامدېش ولسوالي کې له سېلاب ځپلیو سره مرستې وکړي. هغه زیاتوي چې تر اوسه هېچا د خلکو لازم لاسنیوی نه دی کړی او په دې برخه کې بې‌غوري د اندېښنې وړ ده.

د کامدېش سېلاب ځپلې سیمه د طالبانو په لاس کې ده. دغې ډلې ویلي چې د سیمې له خلکو سره یې پنځه میلیونه نغدي مرسته کړې ده. د طالب ډلې ویاند ذبېح‌الله مجاهد ویلي چې په نورستان او کونړ کې یې خپلو وسله‌والو ته لارښوونه کړې، څو د جسدونو په پیدا کولو کې مرسته وکړي.

څو کاله مخکې د کامدېش څنګ ته پرتې برګیمټال ولسوالي د افسې کلی هم واورو لاندې کړ چې له کبله یې لسګونه کسان مړه شول.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام