بېګاه شپه شاوخوا نهه بجې کابل او ځینې نور ولایتونه د طالبانو د سختو هوايي ډزو شاهدان وو. د طالبانو د مسوولانو په وینا، په یادو هوايي ډزو کې ۱۷ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. سره له دې چې طالبانو نه ده روښانه کړې چې په دغو کسانو کې څو کسان وژل شوي او څو یې ټپیان دي، خو د راپورونو له مخې، یوازې په کابل کې دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د کابل اوسېدونکي وايي، د طالبانو ډزو په خلکو کې وېره خپره کړه او تر اوسه یې چا د لامل په اړه هم څه نه دي ویلي. د دوی په وینا، د ډزو غږونو په ټول کابل کې وحشت جوړ کړی و او خلک اړ وو چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره امن ځایونو ته ځانونه ورسوي.

د سلام‌وطندار پښتو ټویټرپاڼه وڅارئ

د کابل اوسېدونکې صدف وايي، سره له دې چې خبره معلومه نه وه، خو له هرې خوا یې د ډزو غږونه اورېدل. نوموړې وايي: «چا به ویل چې طالبانو پنجشېر نیولی او چا به ویل چې خپل مشر یې ټاکلی دی. ډېره سخته شپه وه. که دوی په هره خوښي کې ډزې کوي، ډېر خلک به زیانمن کړي. اسلامي امارت باید پام وکړي او څوک څه خبر دي چې په دې ډزو کې څومره کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.»



د کابل یو بل اوسېدونکی حبیب هم وايي چې په کابل ښار کې د طالبانو بېګانیو ډزو خلک وېرولي او ان یوشمېر کسانو خو ویل چې کورنۍ جګړه پیل شوې ده.

طالبان هم د دې ډلې د وسله‌والو له لوري د بېګانیو ډزو په اړه خواشیني ښيي او وايي چې بیا به تکرار نه شي. د طالبانو د فرهنګي کمېسیون غړی انعام‌الله سمنګاني وايي، ډېر ژر به هغو کسانو ته سزا ورکړل شي چې عامو خلکو ته یې زیان رسولی دی.

د هغه په وینا، په پنجشېر کې د طالبانو پرمختګ په اړه خبرونه را رسېدلي وو او همدا لامل و چې یوشمېر طالب وسله‌والو د خوښۍ ډزې وکړې.

 دي.

دا دویم ځل دی چې طالبان د شپې له خوا د خوښۍ ډزې کوي. طالب وسله‌والو تېره اوونۍ هم له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په نیمه شپه د خوښۍ ډزې وکړې او د خلکو په منځ کې یې وېره خپره کړه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام