د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون د یوه پرېکړه‌لیک په تصویبولو سره چې له روسیې او چین پرته پاتې نورو ۱۳هېوادونو ورته مثبته‌ رایه ورکړې، له طالبانو غوښتنه کړې چې افغانستان کې د مېرمنو، لږکیو او د ماشومانو حقونو ته درناوی وکړي.

په دغه پرېکړه‌لیک کې ټينګار شوی چې طالبان دې پر خپلو ژمنو ودرېږي او هغو افغانانو ته چې غواړي نورو هېوادونو ته لاړ شي، په خوندي توګه د سفر اجازه ورکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کی پخوانی طالب چارواکی سید اکبراغا وایي، که د ملګروملتونو د امنیت شورا پرېکړه‌لیک د زور کار وي، نو دا به د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې په معنی وي چې طالبان به یې هم ونه‌مني.

خو نوموړي وویل، که د دغه پرېکړه‌لیک موخه مشوره یا سمه غوښتنه وي چې د وګړو حقونو ته دې درناوی وشي، یا افغانانو ته د وتو اجازه ورکړل شي، نو ښایي طالبان یې عملي کړي.

هغه زیاته کړه: «ټول افغانان او ولس باید په اسلامي معیار باندې کړنې وکړي، نو که بشري حقونه که د ماشومانو وي، که د مېرمنو وي، طالبان د شرعیت په رڼا کې ورسره مخالفت نه‌کوي او د دې ټولو مواردو په اړه یې اعلان هم کړی دی.»

د کابل پوهنتون استاد او د نړۍ‌والو چارو کارپوه نصرالله ستانکزی وایي، سفر د ټولو افغانانو قانوني او شرعي حق دی او طالب مشرانو په وار وار ویلي، هغه هېوادوال چی قانوني اسناد لري، دوی یې د سفر مخالفت نه‌کوي.



د ستانکزي په وینا، طالبان مسوولیت لري چې د ښځو، ماشومانو او نورو لږګیو قومونو حقونه په پام کې ونیسي او نړۍ‌والو قوانینو ته هم باید درناوی ولري، ګڼې نو له ستونزو سره به مخ شي.

نوموړي زیاته کړه، د ملګروملتونو امنیت شورا یوه پرېکړه‌نیونکې مرجع ده او باید پرېکړې یې عملي شي.

هغه وویل: «که چېرته طالبان دا عملي نه‌کړي، نو په ملګرو ملتونو کی د دوی د استازیتوب مسله مطرح کېږي او فکر نه‌کوم چې طالبان په دې اساسو شرایطو کې داسې حرکت وکړي چې له دې پرېکړه‌لیک سره په تضاد کې وي.»

طالب چارواکو هم ویلي، ټولو هغو افغانانو ته د سفر اجازه ورکول کېږي چې قانوني اسناد ولري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن هم د کابل هوایي ډګر کې رسنیو سره د خبرو پرمهال ټینګار وکړ چې پر خپلو ژمنو ولاړ دي او هر افغان که پاسپورت او د بل هېواد اسناد یا ویزه ولري کولای شي، د الوتنو په شروع کېدو سره نورو هېوادونو ته سفر وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ګڼ‌شمېر هېوادوال په دې لټه کې دي چې افغانستان څخه د وتو لپاره د نورو هېوادونو ویزې ترلاسه کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام