ولسي جرګې د امنیت خرابوالي او د امنیتي ځواکونو پر پوستو د وسله‌والو طالبانو پر بریدونو اندېښنه څرګنده کړې ده. د ولسي جرګې غړیو د دې جرګې په نننۍ عمومي ناسته کې وویل، د ناامنیو زیاتوالی او د وسله‌والو طالبانو د بریدونو زور اخیستل د هېواد امنیتي وضعیت د خرابوالي لپاره د خطر زنګ دی او دا د دې ښکارندویي کوي چې امنیتي او دفاعي ادارې د هېواد امنیتي وضعیت د ښه‌‌والي لپاره کوم پلان نه لري.

په ولسي جرګه کې د بغلان د خلکو استازی مامور احمدزی وایي، تېره شپه په بغلان ولایت کې د امنیتي ځواکونو پر پوسته د وسله‌والو طالبانو برید کې ۱۳ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي. د نوموړي په وینا، وسله‌والو طالبانو د دې پوستې ۲۸ نور سرتېري له ځان سره بيولي او د دې پوستې ګڼ‌شمېر تجهیزاتو ته یې اور اچولی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په دې ناسته کې د بدخشان د خلکو استازی عبدالولي نیازی وایي، هغه تګلاره چې امنیتي ځواکونو د جګړې په ډګر کې غوره کړې، ګټوره نه ده او یوازې د وضعیت په خرابوالي کې مرسته کوي. د هغه په خبره، د تاوتریخوالي ډېروالی، د جګړې له امله درانه تلفات او هدفي وژنې د اندېښنې وړ دي او که جګړه ځپلو سیمو ته پام ونه شي، تاوتریخوالی به لا پسې پراخ شي.



د ولسي جرګې ‌‌یو‌شمېر نور غړي بیا وایي، نامسووله وسله‌وال د امنیتي وضعیت په خرابوالي کې لاس لري او د دوی ناقانوني فعالیتونو امنیتي ځواکونه کمزوري کړي دي.

یو‌شمېر نور هم پر دې بارو دي چې د محلي مسوولانو ناغېړي او په ولایتونو کې ناسمې ګومارنې د دې لامل شوي چې امنیتي وضعیت د خرابوالي پر لوري ولاړ شي.

د امنیتي وضعیت پر خرابوالي د ولسي جرګې د غړیو نیوکې د دې لامل شوي چې امنیتي مسوولان دې جرګې ته د استجواب لپاره ور وغواړي. یاده غونډه نن په ولسي جرګه کې د تړلو دروازو شا ته ته جوړه شوه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام