د لوګر، هرات، بغلان، بدخشان، پروان، فاریاب، ننګرهار، سمنگان، کاپیسا او پکتیا ولایتونو امنیتي مسوولان وايي، په تېرو څو ورځو کې چې په رسمي ډول له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شوې، ورسره هم‌مهاله د طالبانو بریدونه هم ډېر شوي دي.

هغه شمېرې چې تر پرون ورځې له ۹ ولایتونو څخه سلام‌وطندار ته رسېدلي، ښيي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو رسمي بهیر په پیل سره وضیعت نور هم ترینګلی شوی دی.

له دې ډله کې په لوګر کې د ۲۵ وژل شویو ملکيانو او ۱۱۲ نورو په ټپیانېدو سره دغه ولایت لومړی او بغلان د ۹ امنیتي ځواکونو په وژل کېدو او ۱۶ نورو ټپیانېدو سره دویم ځای خپل کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغو ولایتونو د امنیتي مسوولانو معلومات ښيي چې په دې موده کې تر ۱۵۶ ملکي وګړي ټپیان شوي، ۳۷ امنیتي ځواکونه ژوبل شوي او ۴۱ نور ژوندي هم نیول شوي دي.

د جوزجان د امنیې قومانداني ویاند احمدمسعود ندیم وايي، د دغه ولایت په ولسوالیو کې جګړې نورې هم ډېرې شوې دي. د هغه په وینا، په دې وروستیو کې جګړو او نښتو پر دغه ولایت منفي اغېز کړی او طالبان هره شپه پر امنیتي پوستو بریدونه کوي چې د امنیتي ځواکونو له غبرګون سره هم مخ کېږي.



په ورته وخت کې یوشمېر هېوادوال وايي، له هېواد څخه په رسمي توګه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر په پیلېدو سره په بېلابېلو ولایتونو کې امنیتي وضعیت ترینګلی شوی او طالبانو په بې‌ساري ډول د ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو پر وړاندې بریدونه ډېر کړي دي.

د هېواد یو اوسېدونکی روح‌الله وايي، هېواد کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې په خرابېدو دی او د دغه وضعیت دوام به د خلکو اندېښنې نورې هم ډېرې کړي چې مسوولان یې باید ژرترژره پر وړاندې تدابیر ونیسي.

ومو غوښتل په دې اړه د دفاع وزارت نظر هم واخلو، خو له پرله‌پسې هڅو سره سره ونه توانېدو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام