Asset 1SWN

په بغلان او بلخ کې ۱۳ امنیتي ځواکونه وژل شوي

baghlan-1

په ولسي جرګه کې د بغلان د خلکو استازې نوریه حمیدي وايي، د دغه ولایت د دهنه‌غوري ولسوالي په مرکز کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د طالبانو په برید کې ۸ پولیس وژل شوي دي.

د نوموړي په وینا، دغه بریدونه بېګاه پیل شوي وو او د نن تر سهاره یې دوام وکړ. هغه زیاتوي، په نښتو کې د دوو قوماندانانو په ګډون، ۹ پولیس ټپیان شوي او څلور ټانګونه یې هم له منځه تللي دي.

د ولسي جرګې دا غړې د بغلان پر ولایتي چارواکو د نیوکې تر څنګ وايي، تر اوسه دهنه‌غوري ته مرستندویه ځواکونه نه دي لېږل شوي او د طالبانو لاس ته به ولوېږي.

د دهنه‌غوري ولسوالي محمدقسیم اندړ هم پر دې ولسوالي د طالبانو بریدونه مني او په وینا یې، د امنیتي ځواکونو جسدونه یې له ویجاړو شویو ځایونو را اېستلي دي.

طالب ډله بیا وايي چې پر دهنه‌غوري ولسوالي بریدونو کې یې ۸ پولیس وژلي او ۹ نور یې ټپیان کړي دي.

په همدې حال کې د ۲۰۹ شاهین قول‌اردو ویاند محمدحنیف رضايي وايي، طالب ډلې بېګاه د بلخ د چمتال ولسوالي پر سرآسیاب مرکز برید کړی چې له کبله یې ۵ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.

د نوموړي په وینا، د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې د ملا معاذ په نوم یوه طالب قوماندان په ګډون، ۷ وسله‌وال وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.

طالبانو بیا ادعا کړې چې په یاده نښته کې یې ۱۱ امنیتي ځواکونه وژلي، دوه یې ټپیان کړي او ۵ نور یې له ځان سره بیولي دي، خو د ۲۰۹ شاهین قول‌اردو د طالب ډلې دا ادعا بې‌‌بنسټه بولي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام