Asset 1SWN

سلام وطندار

کندوز کې طالبانو ۱۰ امنیتي ځواکونه وژلي

60628A80-9C5C-4EFA-90AB-2700CD5D1997_w1200_r1 (1)

 

د کندوز د ولایتي شورا غړی خال‌الدین حکیمي وايي، طالبانو تېره شپه د امام‌صاحب ولسوالۍ «اورته‌بوز» سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې د افغان ځواکونو غبرګون سره مخ شوي.

حکيمي وویل، دغو نښتو کې د کومانډو ځواکونو د یوه قومندان په ګډون ۴ پولیس او ۶ د پوځ سرتېري وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

د کندوز د امنيې قومندانۍ ویاند انعام‌الدین رحماني امام‌صاحب ولسوالۍ کې د طالبانو برید تاییدوي؛ خو امنیتي ځواکونو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې کره شمېر په اړه څه نه وايي.

کندوز کې د ۲۱۷ پامیر قول اردو مسوولانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

وسله‌والو طالبانو هم تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

امام‌صاحب ولسوالۍ د کندوز ولايت له ناامنو ولسواليو شمېرل کېږی چې په ډېری برخو کې یې طالبان فعاليت کوي او وخت ناوخت د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام