لوی درستیز او د ملي دفاع سرپرست وزیر محمدیاسین ضیا چې د لغمان امنیتي وضعیت د کابو کولو په موخه لغمان ته تللی وايي، په دغه ولایت کې یې طالبانو ته درنه مرګ‌ژوبله اړولې او امنیتي وضعیت یې کنټرول کړی دی.

لوی درستیز یاسین ضیا او د ملي امنیت عمومي ریاست اوپراتیفي مرستیال خوشحال سعادت د لغمان د امنیتي وضعیت د کنټرول په موخه دغه ولایت ته تللي او د جګړې مشري یې پر غاړه اخیستې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

وسله‌والو طالبانو بېګاه ماښام د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې د دغه ولایت پر عمومي محبس او شاوخوا سیمو جګړه پیل کړې وه چې د مسوولانو په وینا، د شپې ناوخته یې پر شا تمبول شوي او د ښار وضعیت ارام شوی دی.



یاسین ضیا وايي، نه یوازې د لغمان امنیتي وضعیت یې کنټرول کړی، بلکې د کومانډویانو په ګډون د افغان ګډو ځواکونو عملیات د الینګار پر لور روان دي چې ښه پرمختګ یې هم کړی دی.

په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د لغمان په بېګانۍ جګړه کې یې د زلمي په نوم د طالب ډلې د یوه قوماندان په ګډون، ۵۰ وسله‌وال وژلي او ۶۰ نور یې ټپیان کړي دي.

بله‌خوا د لغمان والي رحمت‌الله یارمل هم ولسونو ته ډاډ ورکوي چې دغه ولایت ته د تازه دمو ځواکونو له رسېدو سره سم امنیتي وضعیت عادي شوی دی. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د لغمان د مرکز مهترلام په ګډون، په الینګار، الیشنګ، دولت‌شاه او نورو سیمو کې د ناسم امنیتي وضعیت له کبله د دغو سیمو له شيږ سوو ډېرو کورنیو خپلې مېنې پرېښي او د چارواکو په وینا، د بې‌ځایه شویو شمېر په زیاتېدو دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام