Asset 1SWN

د کندوز پر امام صاحب ولسوالۍ د طالبانو برید کې ۸ امنیتي ځواکونه وژل شوي

1589868995dpp-oy3pe9fuohxm1dr5q07laxt72xf2thy9kofi49c904

 

کندوز کې یوه کره امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي سلام‌وطندار ته وايي، طالبانو امام‌صاحب ولسوالۍ کې د پوځ او محلي پولیسو پر پوستو بریدونه کړي چې د طالبانو بريدونه د امنيتي ځواکونو مقاومت سره مخ شوي دي.

سرچینې وویل، له ۶ ساعته نښتې وروسته ۶ د ملي اردو او ۲ محلي پولیس وژل شوي او ۸ نور سرتېري هم ټپیان دي.

د سرچینې په وینا، د مرسته کوونکيو ځواکونو په رسېدو سره طالبانو شاه تګ کړی دی.

په ورته وخت کې د ۲۱۷ پامیر قول اردو د ویاند مرستیال هادي جمال د طالبانو برید تاییدوي خو وايي، د مرګ‌ژوبلې په اړه یې معلومات نه لري.

هغه وویل، جګړو کې ۶ طالبان وژل شوي او ۴ ټپیان دي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام