د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، په یاد برید کې د والي ۴ ساتونکي او ۴ ملکیان وژل شوي دي. د نوموړي په وینا، په پېښه کې ۲۸ ملکیان او د والي دوه ساتونکي ټپیان شوي هم دي.

کورنیو چارو وزارت تاییدوي چې نن سهار ۹:۴۵ د لغمان د مرکز مهترلام ښار د «سلطان غازي بابا» ښارګوټي په درې لارې کې د دغه ولایت د والي رحمت‌الله یارمل پر موټریز کاروان ځانمرګی برید شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، په یاد برید کې د والي ۴ ساتونکي او ۴ ملکیان وژل شوي دي. د نوموړي په وینا، په پېښه کې ۲۸ ملکیان او د والي دوه ساتونکي ټپیان شوي هم دي.

په همدې حال کې د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت‌زي سلام‌وطندار ته ویلي چې په برید کې تر اوسه ۸ کسان چې ۴ یې ملکیان او ۴ هم نظامیان دي، وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي. د نوموړي په وینا، ښايي د قربانیانو شمېرې لوړې شي.

د لغمان د عامې روغتیا رییس صمدعلي وايي، تر اوسه ۵ جسدونه او ۲۰ ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

د لغمان د والي مرستیال شهزاده مظلوم‌یار وايي، په یاد برید کې چې د موټربم په وسیله شوی، والي برسېرن ټپي شوی او درې ساتونکي یې وژل شوي دي.

تر اوسه د طالبانو په ګډون، کومې وسله‌والې ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

کلیدواژه‌ها: // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام