د سلام افغانستان رسنیزې موسسې (سلام‌وطندار راډیو) مرستیال نورمحمد هاشمي پرون مازدیګر د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د تایمني پر دویم سړک هغه مهال د ناپېژنده وسله‌والو تر برید لاندې راغی چې له دفتر څخه د کور پر لورې روان و.

نورمحمد هاشمي وايي، درې ناپېژنده‌ وسله‌وال چې په یوه سپین رنکي کرولا ډوله موټر کې ناست وو، د ده مخه ونیوله او یوه یې چې وسله هم ورسره وه، پر ده د برید هڅه وکړه، خو په وینا یې، ده یې پر وړاندې مقاومت وکړ.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وايي، وسله‌وال کس په سیمه کې د خلکو ګڼه‌ګوڼې او د ده د مقاومت له کبله له څو شېبې اخ و ډب وروسته سیمه پرېښوده او توفنګچه او نور وسایل یې هم ترې پاتې شول. که څه هم هاشمي په دغه برید کې پر سر ټپي شوی، خو روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

د افغانستان د خبریالانو ملي ټولنه دغه برید په سختو ټکو غندي او هغه د بیان پر ازادۍ پرید بولي. د دې ټولنې مشر حجت‌الله مجددي له مسوولانو څخه غواړي چې نه یوازې یاده پېښه وڅېړي، بلکې پر خبریالانو او د رسنیو پر کارکوونکو د ورته بریدونو مخه دې ونیسي.

بله‌خوا د افغانستان د خبریالانو مرکز هم په یوه اعلامیه کې د سلام‌وطندار پر مرستیال نورمحمد هاشمي شوی وسله‌وال برید غندلی او دا پېښه یې د خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو پر وړاندې د ګواښونو زیاتوالي، نښه بللې ده.

موږ وغوښتل چې په دې اړه د کورنیو چارو وزارت او د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې د مسوولانو نظر هم واخلو، خو له پرله‌پسې اړیکو او ژمنې سره سره ونه توانېدو. خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي سلام‌وطندار ته ويلي چې د سلام‌وطندار پر مرستیال نورمحمد هاشمي د شوي برید په اړه پلټنې کوي.

دا لومړی ځل نه دی چې ناپېژنده وسله‌وال د سلام‌ افغانستان رسنیزې موسسې (سلام‌وطندار راډیو) پر کارکوونکو برید کوي، بلکې ناپېژنده‌ وسله‌والو تر دې وړاندې د روان کال د وږي په اووه‌ ویشتمه نېټه هم د سلام‌وطندار پر خبریال او اېډېټور محمدعلي احمدي هم برید وکړ او هغه یې پر پښه سخت ټپي کړ.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه راز، په دې وروستیو کې یوشمېر ناڅرګنده کسانو د سلام‌وطندار راډیو کارکوونکي د زنګونو او پیغامونو له لارې هغوی ګواښلي او د رسنیز فعالیت د درېدو هڅه یې کړې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام