د راډیو نړیواله ورځ د سلام‌وطندار دفتر کې د یوناما د مسوولانو په ګډون ونمانځل شوه

نن د سلواغې ۲۴مه او د فبروري ۱۳مه د راډیو نړیواله ورځ ده. دا ورځ نن د سلام افغانستان موسسې (سلام‌وطندار راډیو) په دفتر کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا، د افغانستان لپاره د یونسکو رییسې پاتریشیا مک فیلپس او د سلام‌وطندار راډیو د مسوولانو، خبریالانو او کارکوونکو په ګډون ونمانځل شوه.

د سلام‌وطندار پر مرستیال نورمحمد هاشمي د ناپېژنده وسله‌والو برید

د سلام افغانستان رسنیزې موسسې (سلام‌وطندار راډیو) مرستیال نورمحمد هاشمي پرون مازدیګر د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د تایمني پر دویم سړک هغه مهال د ناپېژنده وسله‌والو تر برید لاندې راغی چې له دفتر څخه د کور پر لورې روان و. که څه هم هاشمي په دغه برید کې پر سر ټپي شوی، خو روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.