Asset 1SWN

د راډیو نړیواله ورځ د سلام‌وطندار دفتر کې د یوناما د مسوولانو په ګډون ونمانځل شوه

Roza Otunbayeva in SAMO 1

نن د سلواغې ۲۴مه او د فبروري ۱۳مه د راډیو نړیواله ورځ ده. دا ورځ نن د سلام افغانستان موسسې (سلام‌وطندار راډیو) په دفتر کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د زده‌کړو، علمي او فرهنګي برخې یا یونسکو د رییسې پاتریشیا مک فیلپس او د سلام‌وطندار راډیو د مسوولانو، خبریالانو او کارکوونکو په ګډون ونمانځل شوه.

روزا اوتونبایوا چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازولۍ دفتر یا یوناما د دفتر رییسه هم ده، افغانستان کې د رسنیو او رسنیز کار پر وړاندې شته ننګونو ته د اشارې تر څنګ، د ټولیزو رسنیو، په تېره غږیزو هغو د فعالیت پر ارزښت ټینګار وکړ.

د یوناما رییسې وویل: «له ستونزو سره سره چې تاسې یې لرئ، هغه ډېر مثبت او مهم کار چې کوئ، د خلکو او ټولنې د ذهنونو روښانه کول دي. تاسې بېلابېلې خپرونې لرئ چې له دې لارې د ټولنې ذهنیت روښانه کوئ.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغې ډاډ ورکړ چې افغانستان کې به د رسنیو، په ځانګړي ډول د غږیزو رسنیو ملاتړ ته دوام ورکوي او هم به د رسنیز کار لپاره د اسانتیاوو برابرولو برخه کې د اسلامي امارت له چارواکو سره خبرې کوي.

بله‌خوا د افغانستان لپاره د یونسکو رییسې پاتریشیا مک فیلپس په دې غونډه کې وویل: «یونسکو د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ لپاره ډېر پروګرامونه لري او ژمنه کوو چې دغو پروګرامونو ته به دوام ورکوو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

په همدې حال کې د سلام افغانستان رسنیزې موسسې مسوولانو د یوناما او یونسکو مسوولانو ته د رسنیو، په تېره راډیو د ارزښت په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ، هغوی ته ډاډ ورکړ چې سلام‌وطندار به د خبریالۍ اصولو پر بنسټ خلکو ته اطلاعات ورکوي.

مسوولانو د رسنیو د لا ښه فعالیت لپاره د اسانتیاوو برابرولو برخه کې د نړیوالو سازمانونو او حکومت ترمنځ پر همغږۍ هم ټینګار وکړ.

د سلام افغانستان رسنیزې موسسې د خبر څانګې مدیر نجیب‌الله ارمان په دې اړه وویل: «موږ د افغانستان د لرو پرتو سیمو لپاره خپرونې لرو. هڅه مو دا ده، څو دا خپرونې چې د خلکو د اړتیاوو پر بنسټ جوړې شوي، دوام وکړي. خو وروستیو سیاسي بدلونونو او د رسنیو اقتصادي وضعیت ته په کتو پر دې لاره تګ ستونزمن دی. هیله لرو چې حکومت او هم ستر سازمانونه دې برخه کې ګام اوچت کړي.»

بله‌خوا د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې یا نی مسوول ظریف کریمي هم په دې غونډه کې د نړیوالو سازمانونو له لوري د رسنیو او رسنیز کار پر ملاتړ ټینګار وکړ.

نوموړي وویل: «نن افغانستان کې د رسنیز کار حقوقي بنسټ له یوې تشې او ناڅرګندتیا سره مخ دی. د ټولیزو رسنیو قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون نه لرو او د خبریالۍ اصول تر فشار لاندې دي. له یوناما غواړو چې دې برخه کې د اسلامي امارت له چارواکو سره خبرې وکړي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

افغانستان کې د راډیو نړیواله ورځ داسې مهال نمانځل کېږي چې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې یا نی د شمېرو له مخې، نږدې نیمايي راډیوګانو خپل فعالیتونه پريښي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام