غزني کې د «لاسي بم» چاودنې یو ماشوم وژلی

د غزني امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په ده‌یک ولسوالي کې له تېرو جګړو څخه پاتې د لاسي بم چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی دی.

پېښه نن یکشنبه د غويي ۳۱مه سهار د ده‌یک ولسوالي اړوند «تاسنګ» کلي کې رامنځته شوې ده.

بغلان کې ټرافیکي پېښه؛ څلور کسان مړه او یو بل ټپي شوی

 د بغلان د ټرافیکو مدیریت مسوولان وايي چې د دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې پر مهال څلور کسان مړه شوي او یو بل کس ټپي دی.

د بغلان د ټرافیکو مدیریت د پېښو امر صفي‌الله عمري سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه پرون پنج‌شنبه د غويي ۲۸مه د «نصرت امین» سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې یو موټر له سړک واوښت او د «ګوهرګان» سیند پرېوت.

د پاکستان سوات کې د ښوونځي پر یوه موټر وسله‌وال برید شوی

پاکستاني رسنیو نن دوشنبه د تلې ۱۸مه راپور ورکړی چې د دغه هېواد د سوات په چارباغ سیمه کې د ښوونځي د زده‌کوونکو پر موټر وسله‌وال برید شوی چې له امله یې موټر چلوونکی وژل شوی او یو زده‌کوونکی ټپي دی.

ګڼ‌شمېر کسانو پرون په سوات کې د دغو دوو کسانو جسدونه سره لاریون هم وکړ او د عدالت غوښتنه یې کوله.

لوګر کې یوه کس خپله مور وژلې 

د لوګر ولایت د خروار ولسوالي اوسېدونکي وایي چې پرون د دغې ولسوالي په پنج پای سیمه کې یو کس خپل مور وژلې او خپله مېرمن یې ټپي کړې ده.

د سلام‌وطندار پر مرستیال نورمحمد هاشمي د ناپېژنده وسله‌والو برید

د سلام افغانستان رسنیزې موسسې (سلام‌وطندار راډیو) مرستیال نورمحمد هاشمي پرون مازدیګر د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د تایمني پر دویم سړک هغه مهال د ناپېژنده وسله‌والو تر برید لاندې راغی چې له دفتر څخه د کور پر لورې روان و. که څه هم هاشمي په دغه برید کې پر سر ټپي شوی، خو روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.