د زابل محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په اړوند سیمه کې د یوې سراچه ډوله او ټېلر موټر د ټکر له امله څلور کسان مړه شوي او یو ماشوم ټپي دی.

د مسوولانو په وینا، پېښه د کابل- کندهار پر لویه لاره نورک سیمه کې نن سهار د سراچې ډوله او ټېلر موټر ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال د زابل د اطلاعات او فرهنګ رییس رحمت‌الله حماد نیازي سلام‌وطندار ته ویلي چې په دغه پېښه کې څلورو کسانو خپل ژوند بایللی او یو ماشوم ټپي شوی دی.

د زابل د اطلاعات او فرهنګ رییس زیاتوي چې په مړو شویو کې یوه ښځه او درې نارینه شامل دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې له دې وړاندې هم د کابل-کندهار پر لویه لاره ورته پېښې رامنځته شوي چې مسوولان یې د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي او د ټرافیکي قوانینو نه رعایت بولي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام