Asset 1SWN

د لغمان او ننګرهار اوسېدونکي: حکومت دې د کابل‌-‌جلال‌اباد دویمه لویه لاره جوړه کړي

ffffffff

د لغمان او ننګرهار اوسېدونکي د کابل‌ـ‌جلال‌اباد پر لویې لارې له وروستیو ټرافیکو پېښو وروسته غوښتنه کوي چې د دې لویې لارې دویم سړک دې جوړ شي. د دوی په وینا، که څه هم له اوږدې مودې راهیسې د یاد سړک سروې بشپړه شوې، خو لا یې هم چارې ټکنۍ دي. د خلکو په خبره، هره ورځ پر دې لارې ټرافیکي مرګونې ټرافیکي پېښې کېږي چې له کبله یې هر کال لسګونه کورنۍ د ویر پر ټغر کېني.

د لغمان اوسېدونکی روح‌الله وايي، په تېره یوه اوونۍ کې د کابل‌‌-‌جلال‌اباد پر لویې لارې یوازې د لغمان درېوو لغمانیانو د ټرافیکي پېښو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. نوموړی له دولت څخه غواړي چې د دغو پېښو د مخنیوي او خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو لپاره د کابل‌-‌جلال‌اباد د دویم سړک په بشپړولو کې لاس په‌کار شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د ننګرهار اوسېدونکی ضمیر وايي، که د کابل‌-‌جلال‌اباد د لویې لارې دویم سړک ورغول شي، له یوه خوا به ټرافیکي پېښې کمې شي او بله‌خوا به د سړک د خرابوالي مخه هم ونیول شي.

د هغه په خبره، د کابل‌-‌جلال‌اباد دویم سړک په جوړېدو سره به پر وخت کابل ته د سوداګرو او کروندګرو د توکو او نورو محصولاتو لېږد‌ رالېږد هم اسانه شي.

په ورته مهال یوشمېر فعالان وايي، په هېواد کې د ټرافیکي پېښو له کبله هره ورځ خلکو ته مرګ‌ژوبله اوړي چې دولت یې تر دې مهاله په مخنیوي کې پاتې راغلی دی. دوی وايي، په هېواد کې باید ټول موټرچلوونکي لایسنسونه ولري او د ټرافیکي اصولو له سرغړوونکو سره باید قانوني چلن وشي.

د ټولنیزو چارو فعال سیدیحی سادات وايي: «له تېرې خونړۍ جګړې وروسته په افغانستان کې د ټرافیکي پېښو له کبله زیات کسان وژل شوي چې موږ یې په دې وروستیو کې د کابل‌-‌جلال‌اباد پر لویې لارې شاهدان یوو. دولت ته په‌کار ده چې په دې برخه کې بېړني اقدامات وکړي، ډېری وخت ټرافیکي پېښې د کابل‌-‌جلال‌اباد پر لویې لارې کېږي. اسلامي امارت باید د دې ستونزې د مخنیوي لپاره د کابل‌‌‌‌-‌‌جلال‌اباد لویې لارې د دویم سړک پروژه پلې کړي.»

خو د ننګرهار د ټولګټو رییس مولوي یارمحمد محمد وايي، د کابل‌-‌جلال‌اباد د دویم سړک د جوړېدو غوښتنه یې له ټولګتو وزارت څخه کړې چې په وینا یې، ډاډ یې ورکړی چې ډېر ژر به یې چارې پیل شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د کابل‌-‌‌جلال‌اباد دویم سړک په ۲۰۱۲ زېږدیز کال کې د اسیا پراختیايي بانک د ۱۱۱ میلیونه ډالرو په لګښت منظور کړ او په رسمي توګه یې چارې پیل شوې، خو د شاوخوا ۱۳ کلونو په تېرېدو سره لا هم نه‌دی بشپړ شوی.

دغه سړک ۱۵۰ کیلومټره اوږدوالی لري چې د ننګرهار پر سره‌رود، شېرزادو، خوږیاڼو او حصارک ولسوالیو غځېږي او د کابل د سروبي، خاکجبار او باګرامیو ولسوالۍ له جلال‌اباد سره نښلوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام