د کابل ـ جلال‌اباد پر لویه لاره د جلال‌اباد ښار اومې ناحیې نظر‌اباد سیمه کې یو پُل د تېرو سېلابونو پرمهال نړېدلی چې له کبله یې پر دغه لویه لاره موټر چلوونکي او مسافر د تګ راتګ پرمهال له ستونزو سره مخ دي.

ځایي چارواکو د یاد پل تر څنګ د ستونزې حل لپاره یو لنډمهالی سړک جوړ کړی، خو خلک وایی چې د سړک د خاموالي او زیاتې ګڼې ګوڼې له کبله اړ کېږي چې اوږد انتظار وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه دلته وڅارئ

دوی زیاتوي، پر دې لاره ډېره ستونزه وړو، زړو او ناروغانو ته ده چې د ډېر انتظار وس نه‌لري. د ننګرهار اوسېدونکی هجرت‌الله: «ډېر وخت کېږي چې دا ځای سېلاب وړی او مشکلات زیات جوړ دي. محصلینو ته هم لویه ستونزه ده، کله چې له پوهنتون رخصت شي، په ځانګړي توګه ښځینو ته چې ډېر زیات انتظار کوي.»

په ورته مهال موټر چلوونکي وایي، تر مازدیګر وروسته په‌دې لار ګڼه ګوڼه زیاته وي او ان ځينې وخت، خو سورلۍ اړ کېږي چې له موټر ښکته او تر یوه اندازه پلي‌مزل وروسته نورو موټرو او رېکشاو ته پورته شي.

دوی له حکومت غوښتنه کوي چې هر څه عاجل د پل رغونې چارې پیل کړي، څو خلک له ستونزو خلاص شي.

موټر چوونکی ولي‌الله وویل: «دلته موږ ډېر انتظار کوو، ځکه دا پل خراب دی. له موټرو سورلۍ ښکته کېږي. شخصاً له ما هم ښکتې شوي او ځي. څوک انتظار نه کوي، ځکه ماشومان او تور سري وي. موږ لوی مشکل سره مخ یو. الله دې وکړي چې اسلامي امارت دا پل موږ ته جوړ کړي چې اسانتیا برابره شي.»

بل‌خوا د ننګرهار د ټولګټو چارو رییس یارمحمد وایي، د نظر‌اباد پل د رغونې په موخه له کابل څخه د انجینیرانو یو پلاوی راغلی و او د تخنیکي مسایلو تر بشپړېدو وروسته به یې ډېر ژر د پل اساسي رغونه پیل شي.

نوموړي وویل: «د ټولګټو چارو وزارت څخه انجینیران د نظر‌اباد د پل سروې په موخه راغلي و. سروې او ډیزاین یې شوی دی. تخنیکي مسایل یې بېرته کابل ته انتقال کړي. کله چې هلته هم کارونه بشپړ شي، نو چارې به یې ژر پیل شي. موږ په دې اړه له ولایت مقام او وزارت سره په جریان کې یو.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د تېر جمهوري نظام پرمهال هم یاد پل اوبو وړی و چې وروسته ورغول شو او د اوبو د تېرېدو لپاره په‌کې کوچني پاپیپونه کارول شوي و، خو ځایي هستوګنې نیوکه کوي چې تېر کې اساسي کار نه دی شوی او اوس باید په معیاري شکل ورغول شي، څو راتلوونکې کې د اوبو د زیاتوالي له کبله بیا ځلې له‌منځه لاړ نه‌شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام