د سرپل د ولایتي شورا غړی اسدالله خرم سلام‌وطندار ته وایي چې د دغه ولایت په سانچارک او ګوسفندي ولسوالیو کې ۵۰۰امنیتي ځواکونه د طالبانو په کلابندۍ کې دي. د نوموړي په وینا، طالبان د سوزمه قلعه او ګوسفندي ولسوالۍ چې د سانچارک ولسوالي «فرشقان» کلي له روغتون سره نيږدې پرتې ولسوالۍ دي، راټول شوي او وضعیت د اندېښنې وړ دی.

اسدالله خرم وایي، که چېرته د وسله‌والو طالبانو تر کلابندۍ لاندې سرتېرو ته مرسته ونه رسېږي، د طالبانو له لوري لګول شوي بندیزونه به د لوی ناورین سبب شي. په همدې حال کې یو‌شمېر ولسي سرچینې هم وایي چې طالبانو د امنیتي ځواکونو پر وړاندې کلابندي سخته کړې او دغه دوه ولسوالۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

په ورته مهال د سرپل ولایت قومي مشر محمود خان وایي، که دولت غواړي د تاکتیکي شاه تګ په پلمه طالبانو ته ولسوالۍ ورسپاري، نو امنیتي ځواکونو ته دې د درواغو ژمنې نه ورکوي، د نوموړي په وینا، د جګړې ښکېل لوري که هر څوک وي چې ځوانان وژني جنایت ترسره کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

له زیاتو هڅو سره سره بیا هم بریالي نه شو چې په دې اړه د سرپل ولایت د چارواکو او دفاع وزارت نظرهم له ځان سره ولرو.

بلخوا د فراه ولایت د انار درې ولسوالي امنیتي ځواکونه د طالبانو له لوري د کلابندۍ او د حکومت له لوري د مرستې له نه رسېدو څخه نیوکې کوي. د فراه په انار درې ولسوالي کې یو‌شمېر امنیتي ځواکونو سلام‌وطندار ته ویلي چې له بېګاه شپې راهیسې په دغه ولسوالي کې سخته نښته روانه ده او د مرستې د نه رسېدو له کبله یوه پوسته د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

په انار دره کې د پوځ یوه افسر سلام‌وطندار ته ویلي، له درې ورځو راپدېخوا دغه ولسوالي د طالبانو له لوري کلابنده شوې او په دې موده کې یې له محلي او مرکزي حکومت څخه د مرستې غوښتنه کړې، خو تراوسه ورته مرسته نه ده رسېدلې.

نوموړی په حکومت او امنیتي بنسټونو نیوکه کوي چې د امنیتي ځواکونو مهمات خلاص شوي، خو حکومت په دې اړه هېڅ راز مرسته نه ده کړې، د پوځ دغه افسر خبرداری ورکوي، که چېرته دغه ولسوالي ته ځمکنۍ او هوايي مرسته ونه رسېږي انار دره به د وسله‌والو طالبانو لاس ته ولوېږي.



د فراه د ولایتي شورا مرستیال شاه‌محمود نعیمي د انار درې ولسوالي کلابندي تاییدوي او خبرداری ورکوي، که چېرته مرسته ورته ونه رسېږي. دغه ولسوالي به هم د لاش‌اوجوین ولسوالي په څېر د طالبانو لاس ته ولوېږي.

د نوموړي په وینا، په دې اړه له محلي مسوولانو سره د مرستې غوښتنه شریکه کړې، خو وایي، تر هغو چې مرکزي چارواکي ورته امر ونه کړي، دوی مرسته نه شي کولای.

په همدې حال کې د فراه د پولیسو ویاند فاروق حضرتي په انار دره ولسوالي کې د امنیتي ځواکونو د تجهیزاتو د کمښت ستونزه ردوي او سلام‌وطندار ته وایي چې په دغه ولسوالي امنیتي ځواکونه په کافي اندازه تجهیزات لري.

د نوموړي په وینا، تېره ورځ هم دغه ولسوالي کې د امنیتي ځواکونو لپاره تازه اکمالات شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام