Asset 1SWN

د بدخشان مايمي ولسوالۍ طالبانو ونیوله

018136AC-E2B9-49BB-BCE2-1410B3CF6253_cx0_cy6_cw0_w1200_r1-oymy7fhoeeig7jbdtgo0lmeicnkqj5nrnzyrgitl04

 

بدخشان کې محلي مسوولان وايي چې د ياد ولايت مايمي ولسوالۍ د طالبانو لاس ته پرېوته. د مايمي ولسوال کامبېز قرباني ياد خبر تاييد کړی دی.

د بدخشان له مايمي ولسوالۍ يوه سرچينه سلام‌وطندار ته وايي، طالبانو د مايمي ولسوالۍ امنيې قومندان، د ملي امنيت مدير، جنايي مدير او يو شمېر امنيتي ځواکونه وژلي دي.

سرچينې زياته کړه چې يو شمېر امنيتي ځواکونه لا هم طالبانو سره په نښته بوخت دي؛ خو د ولسوالۍ بيا نيولو لپاره کافي تجهيزات نه‌لري.

د بدخشان د ولايتي شورا غړی احمد جاوېد مجددي هم وايي، د يادې ولسوالۍ امنيې قومندان او د امنيت مدير د طالبانو په بريدونو کې وژل شوي دي.

د ياد ولايت د امنيې قومندانۍ وياند ثناالله روحاني د امنيتي ځواکونه وژل تاييدوي خو د مرګ‌ژوبلې د شمېرو په اړه څه نه وايي.

نوموړي د مايمي ولسوالۍ د امنيې قومندان وژل کېدل شايعه وګڼله.

مايمي ولسوالۍ له څه مودې راهيسې د طالبانو له لوري کلابنده شوې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام