د هېواد په بېلابېلو برخو کې د جګړو له شدت سره په یوه وخت، د جګړې په لومړۍ کرښه کې مېشت سرتېري شکایت کوي او وايي، د وسلو، مهماتو او خوراکي موادو له کمښت سره مخ دي او په خپل وخت ورته اکمالات نه کېږي.

په کندوز، سرپل، جوزجان او هرات ولایتونو کې مېشت سرتېري وايي، ډېرې شپې ورځې وږي پاتې شوي او په تش لاس یې مقاومت کړی.

سرپل کې د پوځ يو سرتېری سلام‌وطندار ته وايي: « داسې وخت راغلی چې د سپي پاتې شوې ډوډۍ هم وخورو ترڅو ژوندي پاتې شو.»

په یو شمېر ولایتونو کې د محلي پولیسو یو شمېر قوماندانان هم په خپلو پوستو کې د سرتېرو او مهماتو له کمښته شکایت کوي او وايي، محلي چارواکي د دوی وضعیت ته پاملرنه نه کوي.

د جوزجان ولایت په فیض اباد ولسوالۍ کې د محلي پولیسو قوماندان خال محمد دغه ولسوالۍ کې د سرتېرو وضعیت نا مناسب بولي.

د چارو کارپوهان په دې اند دي چې سرتېرو ته په خپل وخت د اکمالاتو نه رسېدل د جګړې په مدیریت کې د ناکامۍ مانا لري.

د نظامي چارو کارپوه محمود حیدري وايي، د امنیتي ځواکونو نا خپلواکي، د بهرنیانو له لوري یې مشري او په اړه یې پرېکړې کول او دغه راز د امنیتي ادارو په مشرتابه کې د نه ژمنو کسانو ګمارل هغه څه دي چې د جګړې پر کرښه پراته سرتېري پر خپل وخت اکمال نه‌شي.

د ملي دفاع وزارت د وياند مرستیال فواد امان وايي، د جګړې پر کرښه پرتو سرتېرو ته پاملرنه د خپلو کارونو لومړیتوب بولي او وايي، خوراکي توکي، وسلې او مهمات په خپل وخت ور رسول کېږي.

په دې روستیو کې طالبانو د هېواد په اکثریت برخو کې خپل بریدونه ډېر کړي.

هرات، پروان، پکتیا، هلمند، نیمروز، غور، کندهار، جوزجان، فاریاب، وردک او کندوز هغه ولایتونه دي چې په دې وروستیو کې د طالبانو د سختو بریدونو کوربه وو.

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام