Asset 1SWN

هلمند کې طالبانو د برېښنا پر یوه سب‌سټېشن برید کړی؛ ساتونکي او انجینران يې بیولي

Helmand-1-owsq1mr40zzlzfvxk26d3h0xd3q62tb6hxue8ziowk

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، طالبانو د هلمند ـ کندهار «دوه‌لارې» سیمه کې د دواړو ولایتونو لپاره د برېښنا پر لوی سب‌سټېشن برید کړی چې تخنیکي توکي يې ځان سره وړي، ځینې يې تخریب کړي او د دې سب‌سټېشن د ساتونکيو ترڅنګ يې دوه انجینران هم ځان سره بيولي دي.

د هلمند برېښنا ریيس وحیدالله علیزی هم وايي، د سب‌سټېشن تخنیکي توکي چور شوي چې د له منځه وړلو مخنیوي په اړه يې ځايي مسوولان او د کندهار چارواکي هم په جریان کې کړي دي.

ویل کېږي، د سب‌سټېشن د زیاتو برخو له منځه تلو له کبله د هلمند او کندهار برېښنا هم پرې شوې ده.

طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

له دې سره د کورنیو چارو وزارت وايي، هلمند کې د طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو عملیاتو کې ۷۱ وسله‌وال طالبان وژل شوي.

د ياد وزارت ویاند طارق ارین ویلي، افغان ځواکونو د هلمند ـ کندهار پر لویه‌لار، مرکز لښکرګاه ته نږدې سیمو، ناوې، نادعلي او نهرسراج ولسوالیو کې د طالبانو بریدونه پر وړاندې عملیات پیل کړي دي.

نوموړي وويل، عملیاتو کې تر دامهاله ۷۱ طالبان وژل شوي او ځينې هم ټپیان دي.

ځايي چارواکي وايي، تېرې ورځې راهیسې د مرکز لښکرګاه ښار څلورمه امنیتي حوزه، د نادعلي ولسوالۍ ځینې سیمې او د کندهار ـ هلمند پر لاره ګڼ شمېر امنیتي پوستې د طالبانو لاس ته سقوط شوي چې ډېر ژر به بېرته ونیول شي.

د هلمند والي محمد یاسین وویل، تازه‌دمي ځواکونه ور رسېدلي او د لاسه وتلو سیمو بېرته نیولو لپاره به پیل شوو عملیاتو کې ګډون وکړي.

همداراز سیمه کې اوس هم د افغان ځواکونو عملیات او جګړه دوام لري چې له کبله یې سلګونه کورنۍ د خپلو سیمو پرېښودو ته اړې شوي او لښکرګاه ښار ته يې کډې کړې دي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام