د سرپل د ولایتي شورا غړی محمد‌حسین مجاهد زاده وایي، د جګړو او ناامنیو د پراخېدو له امله د سرپل-جوزجان لویې لارې د موټر کرایه او د خوراکي او غیر خوراکي توکو بیې په کمساري توګه لوړې شوي دي.

د سرپل د ولایتي شورا د دغه غړي په وینا، د لارو د تړلو له کبله د سرپل-جوزجان لویې لارې د موټر کرایه له ۵۰څخه ۵۰۰افغانیو ته ختلې او د خوراکي توکو بیې هم لوړې شوي چې خلک یې اندېښمن کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د سرپل او جوزجان ولایت اوسېدونکي هم د توکو د بیو له لوړوالي څخه اندېښنه ښايي او وایي چې مخکې به یې یوه بورۍ اوړه په ۱۵۵۰ افغانۍ رانیوله، خو اوس یې بیه ۲۵۰۰ افغانیو ته لوړه شوې. همداراز دوی وایي، د ۲۰لیټره غوړیو بیه چې ۱۲۰۰ افغانۍ وه اوس په ۲۰۰۰ افغانیو خرڅېږي.

د سرپل ولایت یو اوسېدونکی روح‌الله سلام‌وطندار ته وایي، پخوا به یې له جوزجان څخه سرپل ته د تلو لپاره موټر ته ۵۰افغانۍ کرایه ورکوله، خو د ناامنیو او جګړو له کبله د موټر کرایه له ۵۰۰ تر۷۰۰ افغانیو لوړې شوي او د خوراکي توکو بیې هم اسمان ته ختلي دي.

په همدې حال کې د ۲۰۹شاهین قول اردو د ارکان رییس یاسین سداد چې سرپل ولایت کې د وسله‌والو مخالفینو د ځپلو په موخه پر عملیاتو بوخت دی وایي، ډېر ژر به د سرپل-جوزجان لویې لارې امنیت خوندي او د خلکو د تګ راتګ ستونزې به هوارې کړي.



هغه وویل: «پلان کې لرو چې د سرپل-جوزجان لومړۍ نمبر لویه لار د وسله‌والو مخالیفینو له شتون څخه پاکه کړو، د سرپل ټول وګړي له مونږ سره دي او زمونږ ملاتړ کوي.»

سرپل د هېواد په شمال کې یو له ناامنیو ولایتونو څخه دی چې همدا اوس د دې ولایت په مرکز او بلخاب ولسوالي کې د حکومت د واک لاس رالنډ شوی او د ښار سربېره په پنځو ولسوالیو کې وسله‌وال طالبان پراخ حضور لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام